زۀ
چې طالب علم وم
پروفېسر
محمد نواز طائر
د جمشېد لالا
پلار ته به مونږه کاکا
وې. هغه زمونږ ګاونډي وۀ.
ښۀ تکړه زميدار وۀ، د هغۀ
ځوے چې به کله کله خپلې
لنګې مېښې ته دا وئيل چې
((هۍ هۍ لبان لبان، پئ غوړي
دې زۀ خورم شوملې دې طالبان
هۍ هۍ لبان لبان)) او بيا
به ئې ورباندې د مينې لاس
راښکلو نو هغې مېښې ته
به هم لکه چې په اخور کښې
د ولاړو نورو څاروو نه
ځان څۀ قدرې په فرق، برکتي
او دروند ښکاره شو.
زۀ لا ماشوم
وم د هغوي کره به مې لوبې
کولې. نو کله چې به ما ورنه
پوښتنه وکړه چې لالا په
دې خبره ستاسو دا مېښه
پوهېږي څۀ؟ نو هغۀ به سمدستي
راته ووئيل چې ولې پرې
نۀ پوهېږي دا دومره غټ
سر او لوئ لوي غوږونه چې
ئې دي. ما به ډېره موده هم
په دې خبره سوچونه کول
او چُرت به مې وهلو چې لوي
غوږونه او غټ سر کۀ د عقل
او پوهې دپاره داسې ضروري
وي نو دا مېښه بيا داسې
مېښه ولې ده؟
د ماشوم خيال
په ځائے نۀ وي ايسار. ډېر
زر خپلې لارې بدلوي. زما
د ماشوموالي خيالونو
خپله دغه لاره هم اخر بدله
کړه. د طالبانو لار ئې ونيوله.
په اول سر کښې د چڼو په قطار
کښې ودرېدم، شوملې مې
خوراک شوې. د سبق زدکړه
او تعليم مې د ژوند اساس
شو. په دې چې ماته د پيو غوړو
موندو دپاره هم دغه لاره
په ګوته شوې وه. ولې زما
خو هغه شوملې هم په برخه
نۀ شوې. ځکه چې نۀ خو چا په
چڼو کښې حساب کړم او نۀ
مې د چا نه د ځان دپاره کله
دا نوم واورېدو. البته
دا به مې ډېر ډېر اورېدل
چې سبق د مدرسې وئي د پاره
د پېسې وئي په جنت کښې به
ځائے نۀ وي دوزخ کښې به
غوپې وئي او بيا چې لږ شان
مخکښې لاړم نو په طالبعلمانو
کښې شمار شوم. ولې
د طالبانو د قطار نه بېخي
بهر کړے شوم. زۀ هيڅ کله
هم د دوي په محله کښې چا
نۀ حسابولم او د کلي جينکو
به هم چې کله کله لوبې سندرې
وئيلې نو تش طالبان به
ئې يادول. وئيل به ئې
طالبان ډلې ډلې راغلل زما د يار
ډله وروستۍ ده را به شينه
بيا به ياري د طالب
نۀ کړم ما چې
ياري د طالب کړه رنځوره
ئې کړمه
او خوشحال بابا وائي
چې:
ننګيالي دي چې يادېږي په سندرو
هم په وير
نو طالبان خو په سندرو
کښې د هر چا نه زيات يادېدل.
دا لکه چې زمونږ د سيمې
ننګيالي وو. ډالبازۍ به
ئې کولې، اتڼونه به ئې
اچول، غمبرونه به ئې په
ناستې ولاړې کول، بانډارونه
به ئې تودول او سره د دې
هر څۀ به دوي د خپل وخت د
علمونو په زدکړه پسې هم
وو. دا به ئې زده کول، د دې
دپاره به ئې ځانونه ستړې
کول، مسافرۍ به ئې کولې،
سختې زحمتې به ئې ګاللې.
په جماتونو کښې به دېره
وو. شپې به ئې وروڼولې،
سړې تودې به ئې راټولولې.
دا به ئې خوراکه وه. په شوملو
به ئې ګوزاره وه. په دې به
ئې ژوند تېرولو. کله وچه
کله سپوره کله شوملې پېتي.
ولې بيا هم دوي د خپل قام
د رواياتو د تبرک سره تاوېدل.
ځکه خو هر چا پېژندل. د هر
چا به پرې نظر وۀ. کۀ خپلو
معشوقو به زورل ټوکل نو
بې ځايه بۀ نۀ وه او کۀ وئيل
به ئې ورته چې :
طالبه خدائيګو کۀ ملا
شې په کتاب
پروت ئې يادوې شينکي خالونه
طالب د بل وطن سړے دے په پردېسي
باندې ځان څۀ رنځورومه
د طالبانو ياري مۀ
کړه
د طالبانو اسپې زين ولاړې
دينه
تۀ د جمات په ګُټ کښې
مړ شې چې
درنه پاتې شي تاودۀ ساړۀ
ټوکونه
په طالبانو مۀ نازېږئ بنده
د زړۀ په رنځ اخته کړي بيا
ترې ځينه
په طالبانو دې اوربل
شي بنده
مئين کړي کالي واخلي بيرته
ځينه
د جمات د کوټګو
دا مکينان به عاملان هم
وو او عالمان هم. هم په دې
پرې د هر چا يقين او باور
وۀ. دوي به چې کله په سپين
کاغذ تورې کرښې راښکلې
نو ډېرو به ورته دعا هم
وکړه او شکرانه به ئې هم
ورکړه. په دې چې وئيل به
ئې ورته:
توره طالبه
نن جوړه نۀ يم
زما مسکي اوربل له جوړ
کړه تعويذونه
حضرت امير خسرو
هم چې د طالب ګيرۍ په زمانه
کښې کله شپې راخستې وۀ
او د باران نه پټېدو نو دغه
ټوټکه ئې پکار شوې وه. هم
ئې پرې ځان له او هم ئې خپل
خر له د شپې تېرولو ځائے
موندے وۀ. د هغۀ په هغه ليکلي
تعويذ کښې خو تشه دا خبره
ليک وه چې:
مرا باشد خرم
را نيز باشد
زن دهقان اګر زائد نه
زائد
ولې زۀ
چې په طالبعلمانو کښې
حساب وم نو هيڅ کله هم دغې
مرتبې ته ونۀ رسېدم. نۀ
مې شوملې خوراک
شوې نۀ مې پئ غوړي وموندل.
په دې چې ما د خپلو طالبعلمانو
ملګرو سره کږه وږه لاره
نيولې وه. دا د روشن
فکرۍ لاره وه. اکثر خلق
ورسره لا داسې اشنا هم
نۀ وو. ځکه به ئې غندنه کېده
او دغه لارې د طالب ګيرۍ
حق او مقام پله نۀ وې تللې.
زۀ هم کۀ چرې د مېخانې او
صومعې دواړو پرورده وې
نو ما به هم لکه د شيراز
د حافظ اورېدلي وې چې:
پير ما راز فراست
نظر کامل بود
کۀ مرا تو به نه از ديدن
خوبان دادست
(ډاکټر
صېب دلته څۀ پاتې دي)؟؟؟؟؟؟؟؟
هغه
زما سره د ډېرې مودې راهسې
اشنا وۀ، تلو راتلو به
راله. ولې کله چې د ډيورنډ
د ليکې په بله غاړه سور
انقلاب راوستے شو نو بيا
به ډېر کم کم په موده پس
راښکاره کېدو او کله چې
به راغے نو په خپل هېواد
کښې د هغې تود جنګ او جهاد
قصې به ئې راته کولې. زۀ
به ئې د هاغې غاړې د روانو
حالاتو نه خبرولم. يوه
ورځ ئې راله د شين رنګ د
خاورې يوه ټوټه هم په تحفه
کښې راوړې وه. دې ته ئې ګل
خوشبو وې. د شيراز د حافظ
ديوان زۀ هم ګل خوشبو سره
اشنا کړے وم. په
دې به د هغوي د سيمې خلقو
لا اوس هم لامبل، ځانونه
به ئې پرې وينځل، صفا کول.
هغۀ لا اوس هم د ګل خوشبو
په دور کښې ژوند تېروو.
دا د شپږ اووۀ پېړۍ
پخواني دور څيز وۀ. کۀ څۀ
هم وختونه اوس ډېر په وړاندې
تللي وو ولې دوي لا هغسې
د ګل خوشبو په حمامونو
کښې لامبل. هغه په قام وردګ
وۀ. کله چې ئې تګ راتګ ختم
شو نو زۀ پوه شوم چې په جهادي
قتال کښې ئې د شهادت جام
نصيب شوے دے. د قربانۍ دا
جذبه زمونږ د روشن فکرۍ
د جذبې نه ډېره افضله او
عالي وه. په دې کښې دوام
وۀ، په دې چې د طالبګيرۍ
د سړو تودو په محلول کښې
د خالق مالک د مينې خواږۀ
هم شامل وو. ځکه خو اقبال
وائي چې:
شهادت هے مطلوب و مقصود
مومن نه
مال غنيمت نه کشور کشائي
زۀ کۀ د ژوند په دې منډه
کښې د طالبانو ملګرے نۀ
شوم نو هغوي هم په دې زغل
کښې د روشن فکرۍ نه پاتې
راغلل. د هغوي دپاره لا
اوس هم ژوند په ګل خوشبو
د لامبلو نه وړاندې نۀ
وۀ وتلے. نۀ ئې د خپل ډيوې
رڼا د بجلۍ په رڼا بدلوله.
د هغوي د رنځونو علاج لا
اوس هم د ((مرا جاشد خرم را
نيز جاشد)) په تعويذ کښې
او د وجود نفسياتي پېريانو
د دفع کولو لاره په کوزه
کښې په بندولو کښې وه. د
طالب ګيرۍ او روشن فکرۍ
لارې جدا وې. د دواړو ترمينځ
بعد المشرقېن وۀ. سره د
دې چې دغه ډله په
خپله لاره کمال ته د رسېدو
جوګه وه او نۀ دا بله د معاشرتي
رسوماتو د قيودو او پابندو
د زنځيرونو نه داسې په
اسانه ازادېدې شوه.
يوه ورځې يو فاضل مهاجر
چې د خپلې خاورې نه ئې نوے
نوے هجرت کړے وۀ، زما ليدو
له راغے. دا ښاغلے استاذ
آصف صميم وۀ. په علم او پوهه
استاذ او په طبع او مزاج
فقير، مونږ د يو بل عقيدتمند
وو. هغۀ ډېر په مينه خپل
يو تازه چاپ شوے کتاب راکړو.
د کتاب نوم وۀ ((په پښتنو
کښې د طالبانو سندرې)) دا
موضوع په ما ډېره ښه ولګېده
او ورله مې د هغۀ په دې کاوش
او تحقيق داد هم ورکړو.
هغه مسکے شو نور ئې هيڅ
ونۀ وئيل؟ په کتاب کښې
راجمع کړې شوې چاربېتې،
نظمونه، سندرې، غزلې
ټولې ډېرې د مزې وې ما هم
ښۀ په مينه ولوستې. دا ټولې
يا د طالبانو شاعرانو
وې يا په دوي پورې جوړې
شوې وې. ما به چې کله دا لوستې
نو ډېر خوند به ئې راکولو.
بيا به راته د خپل کلي د
يو چاربيتي شاعر زېن الله
ميا د يوې چاربېتې دا سر
هم راياد شو چې:
زۀ چې طالب وم ما به
ډېره ناروا کوله
چې څوک به مړ شو ورپورې
به مې خندا کوله
څو کلونه پس د ښاغلي
آصف صميم په وطن کې د سياست
نقشه بدله شوه. واک اختيار
د طالبانو شو، هغوي چې
د حکومت واګې تر لاسه کړې
نو په ټول وطن ئې د اختيار
ګونډه سوره شوه. په دې حال
کښې ماته هغه ګل خوشبو
رامخکښې شوه. هغه څوارلسمه
صدي عيسوي کومه چې لا نن
هم د دوي په دنيا تېره شوې
نۀ وه. بيا داسې
وخت هم راغے چې زمونږ په
دې ګاونډ کښې څوارلسمه
او يويشتمه صدي عيسوي
سره په جنګ شوې. دا د روشن
فکرۍ او قدامت پسندۍ نښته
وه. اوس هم نظريه د نظريې
سره او عقيده د عقيدې سره
په جنګ وه. په تېر جنګ کښې
کامله نظريه په نيمګړي
نظريه غالبه شوې وه. سور
انقلاب ماتې خوړلې وه.
دغه انقلاب په شا تمبېدلے
وۀ. ولې اوس نظريه يوه وه
ولې فرق تش د روشن فکرۍ
او قدامت پسندۍ وۀ. يوې
وئيل چې قدرتونو ته ئې
فکر کول پکار دي او بلې
وئيل چې په قدرتونو کښې
ئې فکر د کولو نۀ دے. او شېخ
سعدي چې د خپل دور د روشن
فکرانو امام او استاذ
وۀ هغۀ به په جار نارې وهلې
چې:
برګ درختان سبز در
نظر هوشيار
هر ورق دفتريست معرفت
کردگار
ولې
هغه خو د قدامت پسندو د
سلوک د لارې لارښود، پير
طريقت او رهنما هم وۀ. دا
تود جنګ لا نن هم هغسې روان
دے او تپ ئې دلته هم رارسېدلے
دے. ولې زمونږ د جمات هغه
طالب خوار څوک چې ايله
اوس اوس ملا شوے دے په واز
کومي دا وائي چې:
کريما کرم کن
به سه روټيان
کۀ طالب به مسجد نهر بېټهيان
هغه
خوار سور انقلاب خو نۀ
غواړي ولې دا ئې ارمان
دے چې په ګېډه دې موړ وي.
په دې چې دا روټۍ کپړا مکان
خو تش د زرداريانو حق نۀ
دے.