Pasoon... .....Pushto Magazine
HomeNew PasoonEditorialNewsPrevious EditionsYour LettersPasoon DirectPushto LanguagePushto WritersPushto PoetsPushto PoetryBooks ReviewPhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Books Review
Haseena_gul4.jpg

د حسينه ګل تنها نوې شعري ټولګه خپره شوه

 د نوميالۍ پښتنې شاعرې او ليکوالې حسينه ګل تنها پنځمه شعري ټولګه د "له ما نه مۀ بيلېږه" په نامه تازه په پېښور کې له چاپه راووته.  دا شعري ټولګه چې د خښي کولتوري ټولنې په زيار او د دې ټولنې د مشر او ادبپال شخصيت الحاج عبدالوکيل "اټک" په مالي لګښت خپره شوې، څه د پاسه ١٤٠ مخونه لري او د نوموړې خوږژبې پښتنې شاعرې د تېرو څلورو شعري ټولګو د غور چاڼ تر څنګ نوي شعرونه هم پکې شامل کړاى شوي دي. د دې شعري ټولګې د ارزښت او هنري جوړښت په اړه ډاکټر محمد زبير حسرت او فيض الوهاب فيض ليکنې کړې دي چې په ټولګې کې شاملې کړاى شوې دي.  د "له ما نه مۀ بيلېږه" د ترلاسه کولو لپاره په پېښور کې د اسد دانش کتابتون او نورو پلورنځيو او خښي کولتوري ټولنې سره تماس نيولى شئ.   غواړم چې مې ولولېزه ژوند يمه زه نور يمه زه درنه په څه کمهزه د حوا لور يمه

 (حسينه ګل)

"تنده مې ماته شوه" محمد اشرف غمګين

"تنده مې ماته شوه" (لنډې کيسې) د ښاغلي عبدالهادي حېران په مارچ ٢٠٠٨ء کښې د افغان خپرندويه ټولنه څخه اجراء شوه. لس کيسې او يو سل څلور مخونه لري. تړون يې په ښه انداز شوے دے، وائي: په ګران وطن کښې د فکر او وېنا د ازادۍ په نوم.  د مذکوره کتاب د ړومبۍ افسانې نوم ئې د زيات روايت مطابق د اثر نوم منتخب کړے دے. بلکې په دې افسانه کښې دوه غټ غټ سرۀ ګلونه چې يو کردار ئې بل کردار ته ورکوي، خيال ئې د کتاب سرورق هم دے. دا کيسه د انټرنېټ او ولېنټاين ډے په اړه ده، چې داسې افسانه پخوانو افسانه نګارو ليکلے نۀ شوه. دا د ارتقاء او نوي شعروادب امتياز دے. په دې لنډه کيسه کښې د يوې کلمې د يو ټکي د ړواندې روستو د تانيث غلطي ده. نور حقيقت هيڅ نۀ وي. هسې چا په چا پسې افسانه جوړه کړې وي. دغسې ئې پلاټ، سسپنس، خاتمه هم هغه په زاړۀ شخوند دي.  د کلهمو مذاهبو خپلې خپلې کيسې وي. زمونږه ړومبۍ کيسه د شاتو، شودو د نهرونو، د ياقوتو زمرودو، د اسونو، د رنګارنګ مېوه دارو ونو، ګلونو، چمنونو، حورو غلمانو، د جنت نه د ادم او حوا (ع) د اخراج کيسه ده. او بيا خداى خبر دے څومره څومره کيسې جوړې شوې. د عبدالهادي حېران کيسې مو هم وکتلې. "دا کيسې" تقريظ ئې خپله پرې کړے دے. په څۀ نثري کتابونو، افسانو، جاسوسي ناولونو وغېره مصنفين هم داسې پخپله ليکي. عبدالهادي حېران بيا په ډېر تفصيل د لنډې کيسې جزئيات بيان کړي دي. نورو کيسو کښې ئې ماشومه، چڼے، قوماندان او څۀ نور موضوع ګرځولي دي. په خپلو خبرو کښې ئې اعتراف هم کړے دے. بيا هم افغانۍ ماشومه رابندرنات ټېګور صېب او محبوب ګل ياسر صېب هم ماشومه په خپلو افسانو کښې ډېره ښکلې او دلچسپه پېش کړې ده. د چڼي کردار او اګاهي او انفارمېشن ئې سند او امر کړے دے. د ډوډۍ او وظيفې غوښتل په ملائيت کښې شته دے. بلکې فقر، تصوف کښې د ټوکرې ګدا هم شته دے. هندومت کښې سادهوګان هم چړ کوي. دا د دې کتاب د يوې افسانې عنوان دے. مطلب ئې دا دے چې د انسان د تذليل خاتمه ضروري ده. قوماندان ټوپک سالار د دين محافظ نۀ شي کېدے، لکه چې شاعر وائي: په ظاهر لباس غلط د سړي مۀ شهمنځ ئې ګوره چې چغزي دے کۀ مټاق بهرحال، په خپلو کيسو کښې ترې عبدالهادي حېران بزرګان جوړ کړي نۀ دي. بلکې د قوماندان اصلي څهره ئې ښکاره کړې ده. ژبه ئې روانه، خوږه، او څۀ نيم متروک لغتونه ئې هم استعمال کړي دي، چې ډېر خواږۀ لغتونه دي. ولې روکېږي.  په دې کتاب کښې "تنده مې ماته شوه" پوره او نوې افسانه ده. نورې د افسانوي محاسنو کمے لري. خو رنګ او بڼه ئې د لنډې کيسې د شان ضرور دي.  د ښاغلي مصنف تخليقات لنډې کيسې د مرکزي پېراګراف د کردارونو چلند د کيسې تعريف پوره کوي. بايد چې مزيد پرې خپل مجموعي تاثرات قلم بند کړو. خو تخليق او تخليقکار اګر چې بېلابېل دي، نراجيت خوشامندي ده، ولې بغېر د قلمکار نه د تخليق وجود هم ممکن نۀ دے. د مذکوره کتاب اهل قلم عبدالهادي حېران يو سفېد پوش، د ښکلي قد قامت ښکلے عاقل ځوان دے. لکه د خپل ښۀ صحت، ښۀ صحتمند ادب تخليق کوي. کله نا کله ماتې پسې غونډه ولي. بيا هم سنجيده دے. د اته ويشتو کلونو نه اوړېدلے دے. پېدائش ئې د افغانستان دے. د پلار نوم ئې عمر خان دے.  عبدالهادي حېران په کراچۍ کښې علمي، ادبي، صحافتي هلې ځلې کړې دي. اوس پېښور کښې ورته فروغ ورکوي. بال بچه دار دے. پرېس مېډيا کښې ئې دا ړومبے کتاب دے. عجيبه ده، د تور پرتوګ د ژباړې ورته زړۀ څۀ وئيلي چې لکه د خپل وطنوال د فردوس ناول شهواتي انساني جبلت ته متوجې شوے دے. د دوى وطن او خلک خو ډېر سخت حالت سره مخ دي. در په دري، غربت، بيماري، د تعليم او معاش د مشکل سره مخ دي. بغېر د جنس نه انسان نۀ مري، خو بغېر د ډوډۍ نه مړ کېږي.  موصوف سره د راقم دوستي د رحمان بابا عليه الرحمة په مزار کښې څۀ موده اګاهو جوړه شوه. کۀ خداى پاک عمر راکړو يو بل به نور هم وپېژنو. زمونږه اهداف او منزل يو دے. د مينې او امن متلاشي يو. د سړي د لاسه د سړي د استحصال خلاف يو. د فن او ارټ له لارې د خلقو د هوسا ژوند خواهان يو. مونږ د لوى او مهربان خداى شکرګزار يو که الحاج حبيب الله رفيع، صديق الله پسرلے، اصف صميم نۀ وينو نو د عبدالهادي حېران په ليدو مو زړونه قرارېږي. دے ډېر زيرک، بېدار او باشعوره انسان دے. سړيتوب د دوى زيور دے. علم و فضل د دوى وزر دے. تخنيک، کمپوزنګ، کمپيوټر، نوي لټريري سائنس او ټېکنالوجۍ کښې کمال ته رسېدلے سړے دے. لۀ دغې لارې د پښتو ژبې، ادب او صحافت په زړۀ پورې خدمت کوي. خدمت رياضت دے او رياضت ټول عبادت دے. تش د دوى د نوم په ليدو راقم خوشحالېږم. په ليدو ئې من من غټېږم. عمر دې ئې ډېر شي. د لنډو کيسه مجموعه "تنده مې ماته شوه" چاپ دې مبارک شي.



 

     د فېروز اپريدي دوه کتابونه ( روښانه سباوون ) او ( د وطن په ګلدرو کښې ) چاپ شو. د پښتونخوا د هر بُک سټال نه تر لاسه کېدے شي.

(اداره)

 

Bya.Stergey.Rawarawa.jpg

wawreen1.jpg

Shorzarinpreshan.jpg

شور او ايمل، تنده مې ماته شوه "شور" د کوزې پښتونخوا د هزارې د سيمې د تکړه شاعر زرين پرېشان چې اوس مهال په سعودي عرب کې مېشت دى - د شعرونو ټولګه ده چې په سپين کاغذ او ښه جلد سره د اباسين پښتو اکاډمي هزاره لخوا د فياض تورخېلي په مرسته خپره شوې ده. د شاوخوا ١٧٠ مخونو په دې ټولګه ښاغلي اباسين يوسفزي سريزه ليکلې ده او د زرين پرېشان شعرونه يې په پښتو ادب کې د يو رنګ اضافه بللې ده.  د کتاب تړون په نوم د هغه چا شوى چې "پښتو وايي، پښتو کوي، پښتو لولي، پښتو ليکي او پښتو مني" او بيه يې سل روپۍ ده.  "ايمل" له ننګرهاره خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه کلتوري مجله ده چې تازه په پېښور کې له چاپه راوتې او د مينه والو لپاره پلورنځيو ته رسول شوې ده. په ٥٤ مخونو خپره دا مجله په خپله غېږه کې د محترم همېش خليل د يوې ځانګړې مرکې تر څنګ د لر او بر پښتنو د علاقې وړ موضوعاتو باندې ليکنې او د يو شمېر شاعرانو شعرونه لري.  د ايمل چلوونکي خيال باچا مفتون، مراد لايق او حيات اقبال حيات دي. په ننګرهار کې د خيال باچا مفتون او په کوزه پښتونخوا کې د حيات اقبال حيات څخه ترلاسه کېداى شي.  "تنده مې ماته شوه" د عبدالهادي حېران د لنډو کيسو لومړنۍ ټولګه ده چې په راتلونکې يوه اونۍ کې به خپره شي. په دې ټولګه کې ټول لس لنډې کيسې دي چې اته يې د ليکوال خپلې او دوه له نورو ژبو څخه ژباړه شوې دي.  دا کتاب په جلال اباد او پېښور کې د ترلاسه کولو لپاره په لاندې تليفون شمېرو او ايمېل ادرس تماس نيولاى شئ: 

جلال اباد (شفيع الله مصور)

700-676273

 

پېښور:                                  

0332-9198722
     برېښناليک:                        ahhairan@gmail.com


tandameymatashwa.jpg

د عبدالهادي حېران د لنډو کيسو ټولګه خپره شوه

د عبدالهادي حېران د لنډو کيسو لومړنۍ ټولګه د "تنده مې ماته شوه" په نوم تازه په پېښور کې چاپ او خپره شوه. دا ټولګه چې د افغان خپرندويې ټولنې لخوا خپره شوې، سپين کاغذ او زړه راښکونکې سرپاڼه لري او ټولې پکې لس لنډې کيسې خپرې شوې دي چې اته د ليکوال خپلې او دوه د اردو او انګليسي ژبو څخه ژباړې دي.  د عبدالهادي حېران لدې وړاندې د "پښتو په انټرنېټ کې" په نوم يو بل کتاب هم خپور شوى دى. په راتلونکي وخت کې به يې څو نور کتابونه: (١) انګليسي – پښتو متلونه، (٢) ناول، (٣) تکلونه او خاکې، (٤) د انګليسي د پخولو لارښود، (٥) تحليلي ليکنې او نور اثار هم خپاره شي.  د دې ټولو کتابونو د ترلاسه کولو، يا وړانديزونو او مشورو او يا هم د کمپوزنګ او ژباړې د خدماتو لپاره په لاندې تليفون شمېرو او برېښناليک باندې تماس نيولاى شئ. جلال اباد : (شفيع الله مصور) 0700-676273
 پېښور:       (يونيورسټي بک اېجنسي)



091-2212534
                     (ع. حېران)  0332-9198722 برېښناليک:         ahhairan@gmail.com

 


پښتو وايۍ