باباسين
ساحل يوسفزے
د ابا نه تر بابا پورې
يو اوږد مزل لکه د سين د
چپو غوندې خمار خمار او
مېده مېده راورسېد. د پېښور
په سخته ګرمۍ کښې ئې هم
په سر سپينه واوره ورېدلې
ده بېخي لکه چې الله پرې
مئين شوے وي. په سر ئې ورله
واورې ورولې وي او په وېخ
کښې ئې ورله ګلونه زرغون
کړي وي. کۀ په ظاهره ئې پټکے
نشته خو شملې ورله خدائے
دوه ورکړې دي. خلق په پورته
ځي دې ورپسې د خپل فطرت
لکه کبله په ښکته راغلے
دے. کۀ چا د ښکته نه پورته
د تللو دپاره داسې ټپه
کړې ده چې :
په ملاکنډ راسره
واوړه د
ماما لورې په چغجو به دې
ساتمه
نو
دۀ ورته د برې غاړې خانپور
نه سمدستي دغه ټپه هم په
دغه انداز کښې کړې ده. دۀ
ته پته ده کۀ په ښکته چغجي
نشته پروا نشته په شاعرۍ
به ئې مړه ساتم.
باباسين په
خپله ارته سينه کښې د وخت
ډېرې تاؤدې سړې جذب کړې
دي. بلکې کۀ زۀ دا ووايم
چې دې په خپل وجود کښې د
يو بل وجود نيا بې بې مکمل
خصوصيات هم لري نو غلطه
به نۀ وي. هغه داسې چې د سترګو
د خوږېدو او د ستړي ژوند
د دمه کېدو دوه ځايونه
دي يوه د مور غېږه او بله
د نيا بې بې چې بې کچه مينه
ئې په زړونو کښې د اولاد
دپاره غورځنګونه وهي.
د پښتونخوا د ګُټ ګُټ نه
شاعران اديبان او ادب
ذوقه ملګري چې د باګرام
په خاوره قدم کېږدي نو
خپل ستړي ستومانه وجودونه
د نيا بې بې ځائے ته دمه
کېدو له رسوي. هغه مېلمه
په زور يا د ګرېوانه نۀ
رانيسي خو د لهجې په نرمۍ
ئې داسې خوږ خوږ چاپي کړي
چې سړي له بيا بل ځائے پاتې
کېدل هډو خوند نۀ ورکوي.
د باباسين د
شخصيت حدونه هم د هغۀ د
فن غورځنګونه دي. هر څو
کۀ هغه اوس د دغه حدونو
په پورته پر وهلے دے او
الوت ئې شروع کړے دے ولې
ښکته ورله هم کتل پکار
دي. خدائے دې نۀ کړي ګني
بيا به دا وائي چې:
نۀ څوک لرم نۀ
به مې ياد کړي
د بڼ بلبله وم له سېله
جدا شومه
د باباسين شخصيت
او سيرت دواړه لاجوابه
دي. کۀ په شخصيت کښې ئې ډک
ډک رومانوي برېتونه دي
نو په سيرت کښې ئې د مينې
ډکې ډکې غېږې دي کۀ په شخصيت
کښې ئې د اليکټرانک مېډيا
او د خپل سټوډنټ فورس لوئے
لاس دے نو په سيرت کښې ئې
يوه بېباکه خندا هم زړونه
وباسي. کۀ شخصيت
ئې د غزل په خوږو خوږ دے
نو په سيرت ئې مزاحيه اړخ
له خلقو پټ ساتلے دے. کۀ
په شخصيت ورله خپلې پروفېسرۍ
ژور اثر پرې باسلے دے نو
په سيرت` کښې ئې د يارانو
سره د مارانو هم خېر خبر
اخستے دے. بل پله کۀ شخصيت
ئې د مسلم شاهۍ نه شروع
شوے دے او چا پېژندلے نۀ
دے نو په سيرت کښې ئې د اباسين
په شفافيت ختمه کړې ده
او ځان ئې منلے دے. هغه به
جدا خبره وي چې اوس ئې لکه
د رسېدلو کسانو په شان
د خپل مور پلار ايښودے
نوم هم نۀ وي خوښ. جذباتي
خو دومره دے چې د پښتو دپاره
د سروماله هم تېرېدے شي
او خوش فهمه دومره دے چې
د پښتنو د راروان دور رنګين
رنګين خوبونه هم ويني.
هغۀ ته پته ده چې د اصلي
ګلانو وخت تېر شوے دے اوس
خو خلق کاغذي ګلان په چغو
چغو خرڅوي ګني د اخبار
د لوري کالم ته به ئې همت
نۀ بائيلۀ.
د باباسين خوښونکي
هغه همېشه په سټېج ليدل
غواړي خو هغوي دا هيڅ کله
نۀ غواړي چې د کلام د اورولو
سره دې په سټېج پېريانے
ګت وکړي او غېب شي او بيا
دې راته لا په تلو تلو کښې
دا هم ووائي چې:
اوس وايه چې
زور د باباسين منې دا يو څو چلونه
ستا د مخې دي
د باباسين روانه
ځواني د وږي غوندې کُوټلے
ميانه وجود، په مخ برابرې
سترګې، پلن چوڼلے کرښې
دار تندے، په باډۍ ئې فټ
غټ سر، د مليانو غوندې
په سادؤ کښې تېله دارې
جامې، د خبرو او د يوې مستانه
خندا مخصوص انداز چې مونږ
د نظر په چوکاټ کښې ځائے
کړو نو شکر دې وباسو ګني
هغه د دې نه هم خوراور دے.
لکه
د ګل د يوې پېغلې کمڅو مړاوے
نۀ کړم
زۀ اباسين ومه په کلي
په اولس خور شوم
♣♣♣