رېل ګاډے
حافظ
محمد ادريس
بنيادم چې نا اشنا
څيز وويني او د مينځ حال
نه ئې خبر نۀ وي نو دهشت
ترې نه کوي او کۀ د هغه څيز
ډيل ډول او رنګ جثه هم هېبتناک
وي نو بيا خو عاميان ورته
په قرآنونو هم نۀ ورنزدې
کېږي.
جارج سټيفن چې وړومبے
د رېل انجڼ تيار کړو نو
د هغۀ به څومره لويه طمع
وه چې د وخت حکومت او زما
قوم به د دې مفيد ايجاد
په سر زما پرستش شروع کړي
ولې هرکله چې ګاډے روان
شو او خلقو وکتل
چې په دوو نرو نرو اوسپنو
باندې دومره درنې درنې
کوټې په منډه منډه روانې
دي نو د هغوي زړونه ودرزېدل
د دې تورې بلا نه د خلاصېدو
دپاره لويو وړو اوازونه
پورته کړل. هوښـيارانو
په پارليمنټ کښې سوال
اوچت کړو چې د رېل د انجڼ
لوګے هوا خرابوي او څۀ
ورځې پس به دا هوا د زهرو
نه ډکه شي چې ټول خلق به
ناجوړه او اکثر به مړۀ
شي. ځکه مونږ د حکومت نه
په زور سره مطالبه کوو
چې د جارج جوړ کړے دا شېطان
ځناور دې د تلو راتلو نه
جبراً منع کړي.
عاميان د هوا په
خرابېدو څۀ پوهېدل؟ هغوي
جلسې وکړې او پکښې د کلو
چودريانو او سپين ږيرو
ملکانو ووې چې د انجڼ شور
دومره زيات وې چې د هغې
د ويرې نه زمونږ چرګې د
اګو نه تښتي او مونږ ته
بې شانه نقصان رسوي. حکومت
له پکار دي چې دا زوږ مار
او شور ګر مېلُو چپ کړي.
ګني هغه ورځ لرې نۀ ده چې
د ملک نه به د چرګانو نسل
ورک شي او په ټول وطن کښې
به د قسم دپاره يوه اګۍ
نۀ پېدا کېږي.
چا په خپلو فصيحو
بليغو تقريرونو کښې ګيله
وکړه چې د ګاډي شور زمونږ
ماشومان د ارام او خوب
نه وباسي او د هغوي د ويرې
نه تر ګېنټو پورې نۀ چپ
کېږي. کۀ چرې حکومت د اوسپنې
د دې ځناور په روانولو
باندې اصرار وکړو نو دا
به ئې د وطن او د قوم سره
لويه غداري وي ځکه چې د
ځانګو ويرېدلے هلک چرې
نعيم شاه کېدے نۀ شي نتيجه
به دا وي چې زمونږ اولاد به چانچو پانچو
او زيړ زبيښلے پاتې شي
او د بل شکور ته به ئې سترګې
نيولې وي څوک چې د رېلوے
لائن نه لرې وو د هغوي چرګو
او بچو ته خو خېر وۀ خو هغوي
هغه ګاډي له په وخت رارسېدلے
نۀ شو يا به شپږ ګېنټې وړومبے
راغلل ګاډے به ترې نه تلے
وۀ هغوي په خپلو جلسو کښې
ارشادونه وکړل چې ګاډي
جاري کول د خرو، ټټوان،
ټانګو، رېړو او ګرګاډو
د فنا کېدو برابر دي او
کۀ دا څيزونه ورک شو نو
بس مونږ ورک شو ځکه چې دا
ارت سترګې ګاډے خو دومره
بې مخه دے چې د هيچا لحاظ
نۀ کوي نۀ چودري پېژني
او نۀ ملک. خو کړيکه
کړي او روان شي نو حکومت
له پکار دي چې د دې رېړه
کُشې او ټانګه هلاکې پاليسۍ
نه دې لاس واخلي ګني نو..
په دغه ورځو کښې
په انګرېزۍ کښې يو نوے
متل زيات شو چې زمانه او
ګادے د چا انتظار نۀ کوي.
رېل
په هندوستان کښـې : ګاډے چې د يورپ
د جلسو نه خبر شو او رنګ
رنګ خبرې ئې په
غوږونو کښې پرېوتې نومذهبي
ملکونو ته ئې مخه وکړه
کۀ دوي چرته د خدائے د ويرې
نه ځائے راکړو او رحم ئې
راباندې وکړو. چې هندوستان
ته راغے نو علاوه د هغي
ټولو اعتراضونو نه هندوانو
ووې برشټ دے او مسلمانانو
ووې خردجال دے. اګر کۀ هندو
او مسلمان ټول پکښې کښېناستل
او کښېني خو اوس هم چې کوز
شي او جامې وڅنډي نو برشټ
او خردجال ئې بولي.
رېل
په سرحد کښې : رېل چې تنګ شو نو صوبه
سرحد طرف ته روان شو وې
زما غوندې خپل تن له په
روئين تنانو کښې اوسېدل
مناسب نۀ دي. دلته چې راورسېدو نو يو مروتي
ګډبه فکر وکړو چې دا انجڼ
هره ورځ زما ګډې تالا ترغه
کړي راشه بدل ترې واخله
توره شړۍ ئې په سر کړه ځان
ئې بؤ بلا کړو او د لائن
په منځ ګډورے شو چې ګاډے
راغے نو دۀ پرې چغه وويسته
او بؤ بؤ ئې ورته شروع کړل
ګاډي هم د ويرې نه لويه
اوږده کريکه وويسته خو
چې بؤ لرې نۀ شو نو هغۀ هم
زړۀ لوئے کړو وې د بونېر
غوثه رامدد شې يوه ټکره
وه او لائن د وينو رنګ بنګ
وۀ.
رېل
په پېښور کښې : ګاډے چې پېښور ته
راتلو نو خلقو ښۀ تغړولے
وۀ د دې وجې نه هغۀ محمد
جان ملا له بډې ورکړې وې
سړيه څۀ چل وکړه خلاص مې
کړه زۀ خلقو دې پوزې له
راوستم نو هغۀ يو نظم جوړ
کړو او د هغې ورځې نه زمونږه
او د رېل سره صلح وشوه.
♣♣♣
تۀ
چې آئينه په لاس کښې واخلې
حېرانېږې زۀ له کومه راوړم صبوري
او تحمل
(رحمان بابا)
ښځونک
قمر
صحرائي
د
ښځونک لفظ تلفظ يا معني
باندې شايد چې لوستونکي
پوه نۀ شي نو ځکه خو ئې تعريف
ضروري دے. تعريف ئې دا دے
چې هغه هلک يا سړے چې د ښځو
کارونه کوي نو د ښځونک
نوم ورته کېښودے شيز د
دې قبيلې ترقي يافته شکل
لښتۍ باندې ما مخکښې ليکل
کړي دي چې هغه د تکل نه زيات
د مزاحيه تحقيق شکل اختيار
کړے وۀ.
ښځونک چې هم تجربه
کار او سينئير شي نو لښتۍ
ترې جوړه شي خو د لښتۍ درجې
يا مرتبې ته ډېر کم ښځونک
رسي ګني زياتره ښځونک
په دغه عهده د ژوند نه ريټائرډ
شي. د ښځونک تعريفي تفصيل
به داسې بيان کړو چې جنس
ئې د سړو وي او خبرې ئې د
ښځو وي، ناسته ولاړه ئې
د ښځو وي لباس کښې ئې هم
د ښځو رنګ موجود وي او د
خپل څادر نه ئې د چوپري
(لوپټې) غوندې بُکل وهلے
وي او په ښځو کښې به ناست
وي چې د ښځو په لهجه او انداز
کښې خبرې کوي. کله ورسره
لوښي وينځي، کله ورسره
سکويې کوي او کله ورسره
تيلۍ لګوي تر دې چې د ګودر
نه ورسره اوبۀ هم ډکوي
چې منګے په سر د ښځو په منځ
کښې به کوږ اووږ راروان
وي او بُکل به ئې وهلے منګے
په سر کوږ ايښے وي نو وائي
به آمۍ په ملا
مې دړد دے بېګا مې ټوله
شپه سترګه نۀ ده پټه کړې
په کټ کښې ډډې په ډډې اوختېدم
راوختېدم. تر چربانګه
پورې ويښه وم خورې سترګه
پټول دې راباندې حرام
شي. اوس مې سترګې پټې پټې
کېږي او يو اوږد اسوېلے
به وکړي. ښځې به هم ورسره
ډېره غمرازي وکړي چې خورې
تا دې خدائے څۀ کوي نه زمونږ
خو به بېړه چپه شي. مونږه
خو په تا ابادې يو او ستا
په سر ساه اخلو. خورې زمونږه
بدې برخې دي خفه کېږه مه.
دې به د ډېر بډيار نه نور
هم کوږ شي. په لاره چې مخې
له سړي راشي نو دې به چغه
کړي خورې سړي دي او چې څنګه
نورې ښځې جونډ وباسي او
مخ بلې غاړې ته واړوي نو
دې به هم جونډ دپاره څادر
په مخ راکاږي او سړو ته
به شا کړي. سړي چې تېر شي
نو دوي ټول به بُْکل شاته
بيا راکاږي او روانې به
شي.
ګودر ته چې کله ورسي نو
نورې ښځې بۀ په وار وار
چينې ته منګي ږدي نو دې
به په منګي وهل
شروع کړي
او دا ټپه به کوي:
اوبۀ د کوز ګودر خوږې
دي زۀ د اشنا
دپاره بر ګودر ته ځمه
او بيا
په نري اواز دا سندره شروع
کړي:
د منګي غاړه مې سره
لمن مې سپينه کنه
بل په غاړه مې ځنګېږي
تعويذونه کنه
نورې جينکۍ
به ورسره هم په دې سندره
کښې اشر وکړي. دغه وخت دې
دومره خوشحاله وي چې د
خوشحالۍ د تهرماميټر
درجه ئې په اتۀ
څلوېښت سنټي ګرېډ خوځي
راخوځي. د ګودر نه چې واپس
شي نو جينکۍ به ورته وائي
چې خورې چړوکۍ راواخله
ساګو له ځو. دې خو هم د خدائے
نه دغه ورځ غواړي. وائي
به ډېره ښه ده خورې، زۀ
دغه دې راغلم. منګے به کور
ته ورسوي او دستي به چړوکۍ
راواخلي او جينکو له به
ځان راورسوي. او دوي ټول
به پټو ته روان شي. دې کښې
چې سړي راشي نو دوي ټول
به زر جونډ وباسي. پټو کښې
کله ساګ اڼوي نو چې څنګه
نورې ښځې په نري اواز سندرې
وائي نو دې به هم په يو تنګي
اواز کښې سندره شروع کړي
اوبۀ دې وړينه پاڅه لاليه
مازيګر دے اوبۀ دې وړينه
په دې کښې چې د پټي مالک
راشي نو چې څنګه نورې جينکې
بل پټي ته وتښتي نو دا د
مانسهرې کدړه به هم دوي
سره يوه سپېره منډه ووهي
او بل پټي ته به ټول لاړ
شي. ساګ به هم د ښځو غوندې
د څادر پلو کښې اچوي او
مخې ته به ئې يو پنډوکے
جوړ کړے وي. د ساګو نه چې
واپس راشي نو جينکۍ بۀ
ورته وائي خورې بر چم ته
راځه لږ سکويې راته پاتې
دي چې هغه راسره وکړې. دې
به وائي ډېره ښه ده خورې
دوي به بيا يو ځل راجمع
شي نو جينکۍ خو به خپلو
ودونو دپاره سکويې کوي
نو دا د بلبلو ګواټا به
ورسره ټوله ورځ خوشے وبآسي.
نرۍ نرۍ ټپې به کوي دغه
د دۀ غټ ارمان وي چې هر وخت
ښځو کښې ناست وې. خو د سړو
نه ډېر الرجک وي بلکې ستر
ترې کوي. دې کښې به د يوې
جينې وادۀ جوړ شي نو دې
به هم د نورو جينکو غوندې
جامه پېزار نوې کړي او
د وادۀ کور ته به ځان ورسوي.
د جينکو غوندې په لاسونو
به نکريزې ولګوي او نوکونه
به سرۀ کړي. بيا به دې ډمامه
وهي او نورې جينکۍ به ګډېږي
او يا به دې ګډېږي نورې
به ډمامې وهي. بيا به چنکوټي
شروع کړي او چې په چنکوټې
ستړې شي نو ورپسې به پيشقوړې
شروع کړي. غرض دا چې ځان
به ذرې ذرې کړي. او په مصداق
د (بيگانے کي شادي مين عبدالله
ديوانه) دے به هم ځان اوړۀ
اوړۀ کړي. او تر ځانګو (ډولۍ)
وتو پورې به دې ساه وانخلي.
دغسې به د دۀ نه يوه يوه
جينۍ ودېږي او دې به خوشے
پاتې کېږي. چې اخر کښې به
يواځې پاتې شي خو بيا به
نورې جينکۍ پېغلې شوې
وي نو د دۀ محفل بيا ګرم
شي خو مخکښنۍ دۀ ته يادېږي
او هر وخت بۀ ئې لاس د زنې
لاندې ايښے وي. د هغوي غم به ژاړي. چې کومه
جينۍ پلار کره په اوومه
راشي نو د دۀ ايمان سلامت
شي. زر به هغې جينۍ له ځان
ورسوي. نورې جينکۍ به هم
راغلې وي نو د دوي محفل
به يو وار بيا تود شي خو
په عارضي توګه. د جوړ تکړه
او ګړه بړه نه پس به دې هغې
وادۀ شوې جينۍ ته وائي
خورې ورځې شپې درباندې
څنګه تېرې شوې. نو ظاهره
ده چې هغه به وائي ډېرې
ښې تېرې شوې. دې به وائي
خورې هيڅ وخت مې نۀ هېرېدې.
ستا د غمه راله خوب نۀ راتلو
ما وې چې دا خور به مې سخرګنۍ
کر خوشحاله وي او کۀ نه.
خورې رښتيا رښتيا وايه
خوشحاله ئې او کۀ نه، نو
هغه کۀ خوشحاله نۀ هم وي
خو وائي به ډېره خوشحاله
يم. خو خواښې مې لږه بدخويه
ده خو ځه زما ورځې هم لا
تازه دي. کۀ خېر وي څۀ لږې
ورځې وروستو به ورته د
اسمان ستوري وښيم چې سړے
په خپله لار کړم. دې به ورته
وائي خورې چې زر تر زره
سړے په خپل پل راړوه ګني
بيا به ټول عمر لاسونه
مروړې.
لنډه دا چې ښځونک به د
يوې يوې جينۍ وادۀ او په
اوومه مکمل دلسوزي کوي
چې ټولې جينکۍ به ترې وادۀ
شي او د جبو بطه
به اکي يواځې پاتې شي خو
د ښځو خوئ به نۀ پرېږدي
چې بيا ښځونک بوډا شي خو
بيا به هم د سړو نه ترهېږي
او د خپل عمر يعني بوډۍ
ګانو ښځو کښې بۀ ناسته
پسته کوي او د ځوانو جينکو
نه بۀ هم الرجک شي. ځوانۍ
جينکۍ به ورته بيا ترور
وائي او يا به ورته د ماشو
نوم اخلي.
د ښځونک د قبيلې والو
پرېمانه نومونه دي. لکه
لښتۍ، کدړا، هجړا، کوسرا،
ملخ، مورته، ګډېدونکے،
بالکے، لولے وغېره. لکه
زمونږ په علاقه کښې ورته
لښتۍ، د پکلۍ او مانسهرې
خلق ورته کدړا، سوات اوګۍ
کښې ورته مورته، په تور
غر کښې ورته ملخ، د سين کړۍ په غاړه ورته
لولے، په بونېر کښې ورته
بالکے، د مردان په سيمه
ورته ګډېدونکے، په حسن
ابدال او ټېکسلا کښې ورته
کوسرا او پنجاب کښې ورته
هجړا وائي.
لنډه دا چې ښځونک په انسانانو
کښې يو درېم جنس دے چې ډېر
تحقيق طلب څيز دے. خو محققينو
پرې تراوسه خاطر خواه
تحقيق نۀ دے کړے.