Pasoon... .....Pushto Magazine
HomeNew PasoonEditorialNewsPrevious EditionsYour LettersPasoon DirectPushto LanguagePushto WritersPushto PoetsPushto PoetryBooks ReviewPhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Mutafarriqat 12

غني آرټ

 

محمد اشرف غمګين

 

     څنګه چې خپلو نخښو ته لاندې په ورتپلي رنګونو کښې ژور غني ليکي  مونږ ئې هم آرټ ته غني آرټ وايو. دوېمه وجه موضوع د ګندهارا آرټ د ګټو ډېر درانۀ وزندار بتان دي او بل د آثار قديمه د علم واقف ښاغلي عثمان يوسفزي حکم دے.

 

د يوسفزو او مندڼ د مردان ښار صوابۍ، ټوپې او نورو ډېرو کلو کښې ښارونو کښې اوسېدونکي او د هشنغر چارسده محمد زئي مشران احمد او محمد د کابل افغانستان د وختو دوستان وو. هشنغر د دله زاکو ټاټوبې وۀ موجوده وخت کښې صرف حيات محمد خان عرف ميراوس نوميال ټوقمار کور پاتې دے. عبدالکافي اديب صېب د چارسدې ليکي چې چارسده الياس راغلو د افغانستان نو چارسده نوم ئې دې سيمې ته کېښودۀ. چې اووۀ سوه کلونه ئې وشو. د هشنغر په لړ کښې جناب افسر علي افسر سابقه صدر پشتو سوسائټي اېډورډ کالج پېښور ليکلي دي چې د سکندر اعظم حملو د ګندهارا په راتلونکي تاريخ ډېر لوئے اثرات مرتب کړل. اګر چې سکندر چرې هم په خپله پشکلاتي ته نۀ وۀ راغلے. خو ولې بيا هم هغۀ يو نوے فوځ د حملې دپاره پشکلاوتي ته لېږلے وۀ. سکندر اعظم د هے فالسټيسن په مشرۍ کښې يو لوئے فوځ پشکلاوتي ته لېږلے وۀ. په هغه زمانه کښې ايسټس د دې علاقې باچا وۀ. او هم د هغۀ په نوم الش نغر مشهور شو.

 

 د دريائے سندهـ معلومونکي سائيلکس د کاريانړے د خپل سفر د اغاز دا ځائے د برسنډې د ګلونو ښار بللے دے. عبدالکافي اديب شايد د منشي ګوپال داس د تاريخ پېښور  ١٨٧٤ د چارسده د نوم کېښودونکي الياس محمد زئے څخه مواد اخذ کړي دي.  د حق په لټون کښې صرف خپله بډائي بيانول اونور جزئيات نظر انداز کول مسئله نۀ حل کوي. د يو ځائے مطابق چې وئيلي شي چې خاص جنت دے يا سوئټزرلېنډ دے نو هغه نۀ جنت وي او نۀ سوئټزرلېنډ وي. دا مثال وي. يقيناً د چوتي نه تر ګندغار او ګيدړ کلو منځ و ميانه کلهم د برسنډو ډنډونه تر اوسه پورې موجود دي. راقم ليکلي وو چې د سيم او تور په سوب د حياتياتو زېږېدن له دې ځايه شوې ده. دا يو سائنټيفک بحث دے. قياس دے.

 

 اوس ارکيالوجي ځان ته مضمون دے. ډېر عالمان او پوهان لري. هشنغر چارسده کښې حصار ډېرۍ په کال ١٩٠٢ کښې سر جان مارشل وکنستله. او په کال ١٩٥٨ کښې سر مارټمير وهيلو ئې کنسته وکړه. د نوادراتو د دريافت نه علاوه ئې د دې ډېرۍ عمر د تاريخ اولنے صدي بي سي وښودلو. د حصار ډېرۍ د عمر معلومولو د نورو ذرائعو نه علاوه د خاورو د دې ډېرۍ په درې قسمه خاورو د درېو پټو په حساب چې يو پشت مخلوق پرې په زمکه اباد وو. د دوي د خاتمې پس ته د دوي د ورانې شوې ابادۍ په غونډۍ دوېم خلق اباد شو او د دوېم خلقو د ټاټوبو د خاورو په ډېرۍ درېم څوک خلق ميشته شو. په ډېرۍ کښې درې د تخريب او تعمير نخښې يا پټې کټګري د خاورو صفا ظاهر ده.

 

غني دغه يو يو دور په زر کلونو او درې واړه درې زره کلونه حسابوي او زيات عمر شک پينځۀ زره کلونو ته رسول. او کۀ هر يو سټېج لس زره کالونه حساب شي. ټول دېرش زره کلونو ته رسېږي او دغسې د فرانسسکو د پينځويشت زره کلونو زوړ تهذيب نه پشکلاوتي ګندهارا تهذيبونه ادوار په ادوار دېرش زره کلونه يعني زيات زاړۀ دي. دښار ناپرسان او شېخانو ډېرۍ د رځړ نه سرجان مارشل د هندي يوناني او سائيتهس د زمانې ډېرې سکې تر لاسه کړې دي چې د کوشان د خاندان د بآچايانو د زمانې سره تعلق لري. د شېخانو ډېرۍ رځړ  چارسده په ټيکرو ښاغلي جاوېد صېب پي اېج ډي ډګري اخستې ده. او د ټيکري د کېفيت او کميت د ذراتو په سائنسي تجزيه ئې عمرونه ټاکلي دي. پشکلاوتي دا نوم به يونانيانو پېوکلا وئيلو. وړومبے د هندوانو په زړو پرانو کښې ذکر دے چې  رامايانو د بيان مطابق بهاراتا کېښودلے وۀ. د بهاراتا ځامن پشکا او تاکشا په نومونو دا دوه ښارونه وو. دغسې په تاکشا شسلا او پشکلاوتي کښې وروستو بدل شو. دا د ګندهارا دارالحکومت مرکزونه وو.

 

 وئيلي شي چې په شپږمه بي سي کښې پشکارا ساکتي باچا دا نوم مقرر کړو. بهرحال د کوشان خاندان د بادشاهت په زمانه کښې دلته بتان جوړېدل چالو شو او د ګندهارا آرټ نوم ئې وګټلو. چې ډېر د هنر او فن بلاغت مقصديت بڼه لري. لکه د مهاتما بدهـ بائوګرافي د بتانو په صورت کښې کمال لري.  د ګندهارا تهذيب دا شانداره ځانګو چې اثار ئې د وړو خښتو په تنګو لنډو کمرو تنګو لارو کوڅو پخو وېڼو اړه لري. او يوه لويه عبادت ګاه صحن او سوزېدلي ځايونه پکښې ښکارېږي. په کنسته کښې د شېخانو ډېرۍ رځړ چارسده ښکاره شوې ده. ظاهره ده چې دا لکه د سپوږمۍ غونډ مخونه د ماښام ترږمۍ سکڼي ماښام څهرې زړۀ ويشتونکې سترګې، سرې کوکۍ او سرې شونډې دي. دا چې اوس د خاورو ډېرۍ دي. هم د دې ډېرو نه هغه وخت چې د يو اعلٰي او ارفع تهذيب او تمدن مثال ئې نۀ لرلو. لازم ده چې دا تورې خاورې سرې شونډې او سرۀ ګلونه وو. حساس وګړي ته غږ کوي چې ورو په مزه، پښه ږده لکه د سور ګلاب تنکۍ سرې شونډې يم. اسټاسينين دا د محمد زئئ قبيلې زوړ نوم دے. هېروډ،ټس ليکي چې  او ګندهارا کومه چې ډېره لويه ابادي لري اومه صوبه ده. د ګندهارا اوسېدونکو به نېزې او بېلچۍ استعمالولې. د موريه خاندان سل کلونه په دې سيمه حکومت کړے وۀ. په دغه زمانه کښې يونانيانو دوه قسمه سکې جاري کړې وې. په يو د غوئي او په بل د برسنډې د ګل تصوير وۀ. دلته کوشانيانو حکومت وړومبۍ عيسوي صدۍ کښې کړے وۀ. يو کوشان بآچا کنشک پېښور دارالحکومت کړے وۀ. هيون سانګ ليکي پشکلاوتي ته د برسنډو ګلونه ښکلا بخښي او عبادت ئې ورته معطر کوي.  چارسده هشنغر کښې د اکبر باچا د زمانې لوئے قبرستان هم موجود دے. کنشک دلته د بتانو ودرولو ته ډېر رواج ورکړے وۀ. 

 

 د دې دومره طويل تمهيد وجوهات په اول کرښو کښې بيان شوي دي. لب لباب ئې دا شو چې د ګندهارا خلق د بتانو سره متعارف وو. خو د اسلام د قبلولو سره ئې بت پرستي ختمه کړه. د غني جبلت کښې نقش و نګار وۀ. په خپله شاعرۍ کښې د شګو د محلونو جوړولو ذکر هم کوي. په ماشوموالي خو دلته د خټې غوئي هر څوک جوړوي. بيا غني د رابندرناتهـ ټېګور مدرسه انسانيت نه په آرټ کښې سند هم اخستے وۀ.  د دۀ په کور دارالامان کښې به راقم ليدلو. چې په کاغذ به ئې چاکونه ډېر په شدت چلول. چې فنپاره به ئې تياره کړه، د السي د تېلو سپرۍ به ئې ورکړه. زيات تر آرټ ئې په هيډ مشتمل دے. او هغه هم هغه د ګندهارا د ګټې جوړ د بدها شکل په وسيع تفکر کښې په کاغذ جوړولو. د شېطان دوه لوڼې  باندې د يوناني او ايراني آرټ اثر دے او بدها ته يو خوا بل خوا دوه ښائسته او ايراني آرټ نرے دنګې مرۍ دلالت کوي. د باچا خان بابا د چوب تراشي آرټ کښې د پالش کار نيمګړے پاتې وۀ. خپلو آرټ فنپارو سره به ئې د پس منظر قصه هم کوله. بيا به ئې رقم کړم. شايد زمونږ په زمانو کښې غني اول او اخر لوئے مصور او بت تراش دے. راقم به په دې غصه کړو. خدائے دې وبخښي چې د دې نه خوښه په دولس انې  تصوير ووځي.

 

♣♣♣

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ