Pasoon... .....Pushto Magazine
HomeNew PasoonEditorialNewsPrevious EditionsYour LettersPasoon DirectPushto LanguagePushto WritersPushto PoetsPushto PoetryBooks ReviewPhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Mazameen3-09

روحي غزل

 

قيصر اپريدے

    

د جرس ادبي جرګې په تنقيدي اجلاسونو کښې د غزل د خصوصياتو په لړۍ کښې بالعموم د غزل يو خصوصيت او يوې منفردې خوبۍ ته اشاره کولې شي چې د هغې د تفهيم په ترڅ کښې ځينې خال خال او خفيف قسمه اشکالات راپورته کېږي. تردې چې ځيني ملګري د ژبې لاندې په هغې د خپلو تحفظاتو يا په نورو ټکو د خپلو شبهاتو اظهار هم کوي او ځيني خو کټ مټ دا ګڼي چې د غزل د مخصوص (موډ) په نوم دلته د کوم غزليه خاصيت په ضرورت زور راوړلے کېږي نو دا آيا د غزل هغه مخصوص قسم ته خو اشاره نۀ ده کوم چې په اصطلاح کښې د مسلسل غزل په نوم په ادب کښې د پخوا راهسې رائج او مستعمل دے. چې په هغې کښې د متعلقه غزل ټول اشعار په تواتر سره د يوې موضوع لاندې په مربوط انداز کښې ليکلے کېږي او د نورو غزلونو برعکس (چې په هغې کښې هر يو شعر ځان ځان له موضوعي وحدت يا فني اکائي لري) مسلسل غزل بحېثيت مجموعي د يوې اکايۍ په شکل کښې مخې ته راځي.

 

     د غزل د مذکوره (موډ) په باره کښې چې په مدعيانو کښې ئې سرفهرست د زلمي شاعر رياض تسنيم نوم شامل دے او هغه د خپلې مدعا په ضمن کښې په دې خبره زور راوړي چې د مسلسل غزل نه قطع نظر د (موډي غزل) تقاضې د نورو او عام قسمه غزلونو د تقاضو نه مختلفې نۀ وي بلکې د نورو غزلونو په شان بايد په دې غزل کښې هم هر شعر ځان له موضوعي وحدت ولري خو د موضوعي يا شعري وحدت باوجود د دې غزل په ټولو اشعارو دې يو منفرد (موډ) او يوه ورته او هم آهنګ شانې فضا راخوره وي او په قول د مدعي د تجربې او د غزل د مطالعې نه ښکاره ده چې دا قسمه غزلونه د خوند، لذت او مسرت په لحاظ د غزل په نورو اقسامو حاوي او برتر ښکاري.

 

     د غزل دا خصوصيت چې اوس ئې مونږ او تاسو په فرضي ډول د (موډي) غزل په نوم پېژنو کۀ څۀ هم د ادبي تنقيد په تاريخ کښې به نوے نۀ وي خو د غزل په تاريخي پس منظر کښې چې په دې د بحث کولو کوم پرېمانه امکانات په نظر راځي نو زما په خيال په تنقيدي لحاظ د هاغو امکاناتو نه چا دومره فائده نۀ ده پورته کړې. ځکه زۀ ګڼم کۀ چرې دا موضوع د بحث احاطې ته راګډېدې او د تنقيد برخه جوړېدې شي نو پکار ده چې دروازه ورته خلاصه شي.

 

     خو دې لړ کښې زمونږ تنقيدي طريقه او عالمانه رويه دا پکار ده چې مونږ دې د متعلقه موضوع په ضمن کښې محض تر خپلو محسوساتو يا د محسوساتو په بيان پورې ځان محدود ونۀ ساتو څۀ رنګه چې د جرس ادبي جرګې ملګرو دا بحث محض د محسوساتو تر سطحې رارسولے دے بلکې خپل دغه محسوسات راغونډول په معقوله توګه د هغې تجزيه کول او د غزل د فني او تاريخي تناظر نه به د ځينو مثبتو دليلونو په ډاډ دې نتيجې ته رسېدل مقصود وي چې د غزل مذکوره خاصيت د غزل په نفس مضمون کښې څۀ رنګه او د کومو وسيلو له لارې ځان له ځائې پېدا کړے دے؟ دې ضمن کښې به يواځې تکنيکي ذريعې په نظر کښې ساتل غواړي کۀ نه يو فراخه موضوعي او نظرياتي چاپېرچل ته به هم سر ورښکاره کول پکار وي؟

 

     زما تر پامه مونږ ته د موضوع او تکنيک دواړې دروازې خلاصې پرتې دي اګر کۀ د تکنيک په مېدان کښې دا موضوع محض يو څو نکتو ته ځان راغونډوي چې په هغې کښې يو رديف او بل د مخاطبې صيغه ده، ولې د موضوع او نظرياتو په مېدان کښې دا بحث ځان ته د وسيع پس منظر ټاکنه کوي.

 

     په تکنيکي بنياد د مخاطبې صيغه په عام ډول ولې رديف په يو خاص شکل په غزل کښې موډ جوړولو يا د يو کُلي روح په راپېدا کولو کښې کردار ادا کوي، د خاص شکل نه زما مراد دا دے چې هر قسمه رديف دا قوت او اهليت نۀ لري چې د غزل جدا جدا اشعارو نه د خپل خاص جداوالي باوجود هم آهنګ او هم مزاجه رنګ ورکړي بلکې دې لړ کښې مونږ د بېلګې په توګه د رحمان بابا يو معروف غزل ته اشاره کولے شو چې مطلع او مقطع ئې څۀ په دې ډول دي:

 

کۀ  نظر  کړه  څوک  په  کار  د  دروېشانو         خود  به  وويني  وقار  د   دروېشانو

 

     درست ديوان د رحمان ځار تر دا غزل شه        چې بيان ئې کړو کردار د دروېشانو

 

     د رحمان بابا په دې غزل کښې کۀ چا د يو ګنډلي موډ چُرت يا د يو کُلي روح احساس او ادراک کړے وي نو هغوي به پوهېږي چې دلته دا هر څۀ د غزل د خاص رديف (دروېشانو) د جبر او مطلقيت نتيجه ده چې د غزل هر شعر په ازاده فضا کښې د پرواز کولو په ځائې تر اخره د دروېشۍ د موضوع خاص خاص حالتونو، نزاکتونو او باريکو کېفيتونو ته راغونډوي او دغه شان د غزل په مجموعي زمکه د يو خاص موضوعي روح امارت حاوي او راخور محسوسېږي خو د دې هر څۀ باوجود هم مونږ د رحمان بابا ذکر شوے غزل د مسلسل غزلونو په قطار کښې نۀ شو ودرولے ځکه چې هر شعر ئې په ځان له ځانله ډول د فني وحدت آئينه دار دے.

 

     په هم دې تناظر کښې د راقم ځيني غزلونه چې رديف ئې (وينه) او (عکسونه) دے او مطلعې ئې څۀ په دې ډول دي:

 

نرخونه وختل ګراني شوه ارزانېږي وينه        نن سرعام په بازارونو کښې خرڅېږي وينه

يا

د دې وطن د دې اولس د دې کوڅو عکسونه   هر چا ته خپل عکسونه ښکاري د پردو عکسونه

 

     د دې غزلونو د مختلفو اشعارو په مينځ کښې چې د جدا جدا وحدت باوجود کوم باطني ربط، روحي او د مزاج کومه هم آهنګي په نظر راځي نو دا د هاغه سياق او سباق نه هيڅکله مختلفه نۀ ده کوم څۀ چې د رحمان بابا د غزل په حواله بيان کړے شول. په دې تسلسل کښې مونږ د پښتو د مختلفو شاعرانو شاعري (پشمول د نورو ژبو) مطالعه کولې او د دې نتيجې ته رسېدلې شو چې د رديف د دا قسمه تقاضې لاندې ليکلي شوي غزلونه کۀ يوې خوا ته په خپل مزاج کښې د غزل په خوږو پُور او معمور وي نو بلې خوا ته زمونږ د نظمونو د ذوق تسکين هم کوي. ځکه چې داسې غزلونه د لطف او کېفيت په لحاظ د نظم آهنګ ته زيات ورنزدې وي. مګر بيا هم د ځينو شرائطو په اساس د نظم په آهنګ او د غزل په ذکر شوي خاصيت کښې امتياز ساتل پکار دي او زمونږ د موجوده ليک غرض او غايت هم دا دے چې روحي غزل نۀ يوازې د تفهيم له مخه اسان کړو بلکې د نظميه آهنګ، مسلسل غزل او روحي غزل په مينځ کښې چې د ابهام کوم کېفيت محسوسېږي چې د هغې تفريق هم يقيني کړے شو.

 

     دې لړ کښې په تکنيکي حواله د رديف کردار د نظره تېر کړے شو خو اوس د هغې په دوېمه برخه يعنې د مخاطبې په کردار د څۀ وئيلو ضرورت لا پاتې دے. کۀ څۀ هم دا دواړه توکي په غزل کښې يو رنګه کردار ادا کوي او يو قسمه نتيجې پېدا کوي خو په تشريح کښې د يو د بل نه تر څۀ حده مختلف پرېوځي. په نورو ټکو کښې به دا ووايو چې دواړه توکي د يو مقصد په لور خو په مختلفو لارو تګ کوي او هغه داسې چې مخاطب په غزل کښې هاغه جبر او مطلقيت نۀ لري څۀ رنګه چې ئې د رديف په حواله يادګيرنه شوې ده. بلکې د مخاطبې د تقاضې لاندې ليکلي شوو غزلونو کښې ټول اشعار په ازاد او خپلواک ډول په خپله خپله دائره کښې خوځښت کوي خو د غزل په هر شعر کښې د مخاطبې د بيا بيا تکرار له کبله داسې ښکاري لکه د غزل ټول شعري نظام چې د مخاطبې د کردار نه چاپېره چورلي يا ورته مراجعت کوي، يا دا وئيل به زيات غوره وي چې په غزل کښې د مخاطب کردار په توسط د مکالمې کوم صورت او کېفيت راپېدا کېږي د غزل د هر شعر ابتداء د دغه مکالمې نه کېږي. له دې کبله د غزل د بيلا بيلو اشعارو په مينځ کښې د تړون او تعلق بنياد په دغه مکالمه قائم وي، چې يوه پئيلې او هم آهنګ فضا ئې راجوړه کړې وي.

 

     دې سلسله کښې د حوالې په خاطر کۀ څۀ هم زما ذهن وار بې واره د رياض تسنيم ځينو اوسنو غزلونو ته منتقل کېږي خو تر دې وړاندې د خوشحال بابا د يو غزل حواله راوړل غواړم ځکه چې هم د خوشحال بابا دا رنګه غزلونه نۀ يواځې د رياض تسنيم د غزلونو له پاره تجربي جواز  او جذباتي اساس ګرځېدلي دي بلکې په خپله تسنيم هم دا شعوري هڅه کړې ده چې د خوشحال بابا غزليه روايات په نوي تجرباتي رنګ کښې ژوندي او برقراره وساتلے شي. د خوشحال بابا غزل دے:

 

وې مې کۀ زۀ درشم ستا تر ځايه خلۀ به راکړې؟       وې ئې سکه هزار سره لرې چې دا وېنا کړې

وې مې چې په څو رنګه خوشحال په تا مئين دے         وې ئې د خټک سړي د مينې څۀ ثنا کړې

 

     د خوشحال بابا د دې غزل په هر شعر کښې (وې مې) يوه داسې کلمه ده چې د غزل ټول شعري نظام ئې په يو هم رنګ او هم کلام مکالماتي ماحول کښې بدل کړے دے او د لوستونکي د فکر مارغۀ په ځائې د دې چې کله په يوه او کله بله څانګه بلوسي داسې محسوسېږي لکه څوک چې د يو منظم باغ په منفرده احاطه کښې نندارې ته ناست وي په هم دې تسلسل کښې د رياض تسنيم د يو غزل څو اشعار په دې ډول دي:

 

وئيل ئې دا خفه درنه په څۀ شي ښاريې دي وئيل مې دواړه لاس کښې مې نيولې آئينې دي

وئيل ئې د غزل لهجه زخمې لرې تسنيمه         وئيل  مې  د  وختونو   خنداګانې  راپسې    دي

 

     د رياض تسنيم په دې غزل کښې (وئيل ئې) او (وئيل مې) هم هاغه مکالماتي صورتحال ته  اشاره کوي کوم چې بره بيان کړے شو او کوم چې د غزل په مجموعي مزاج راجوړولو کښې د يو مرکزي عنصر په توګه رابرڅيره کېږي. خو تردې زيات د توجه وړ زۀ د تسنيم هغه غزلونه ګڼم کوم چې د (پري زاد، ملنګ، مرشد او حسبارو د مخاطبې لاندې د سوال او جواب په مکالماتي انداز ليکلي شوي دي چې نۀ يواځې يو پرشور ډرامائي کېفيت پېدا کوي بلکې د غزل د مجموعې روح په راګنډلو کښې هم بنيادي کردار ادا کوي.

 

     دا د روحي غزل هاغه اړخ وۀ چې ما ئې په خپل دانست کښې د غزل د هېئت او تکنيک سره تعلق راڅرګندولے شو خو د روحي غزل هغه اړخ چې د موضوع او نظرياتو مېدان ته ورګډ شوے دے، مونږ نه په وسيع پس منظر کښې د سترګو غړولو غوښتنه کوي. د وسيع پس منظر نه به وړومبے دا مطلب واخلو چې د نورو غزلونو په مقابل کښې د روحي غزل کوم انفراديت او خاصيتونو ته اشاره شوې ده نو دا خاصيت د اوسنو شاعرانو په نسبت زمونږ د متقدمينو په غزلونو کښې زيات او جوت په نظر راځي، چې د نورو وجوهاتو پرته يوه وجه ئې زما په خيال دا کېدے شي چې څۀ رنګه زمونږ د اوسني دور غزلونه په خپله لمنه کښې د ژوند بيلابيلو اړخونو ته ځائې ورکوي او د هغې په مناسبت په جديدو غزلونو کښې کوم بيل بيل موضوعات رادوڅارېږي، زمونږ د متقدمينو غزلونه به په منفرد موضوعي چاپېرچل کښې ليکلے کېدل. مثلاً د حسن و عشق معاملات به په غزل کښې سر تر اخره د هم دغه موضوعي تقاضې لاندې راوړلے شول. دا وجه ده چې د هغوي په غزلونو کښې د يو مربوط موضوعي روح باطني احساس او ادراک موجود وي. هم دغه شان د متقدمينو اصلاحي او اخلاقي غزلونه هم مونږ د دا قسمه احساس او ادراک سره مخ کوي اګر کۀ د متقدمينو دې روش ته مونږ د کوم ټاکلي اصول نوم نۀ شو ورکولے ځکه چې مطلق پابندي ئې نۀ ده ساتلې شوې، بلکې يو عام قسمه روش پاتې شوے دے خو زمونږ د اوسنو روشونو په مقابل کښې د پخوانيو مذکوره روش ته د خاصيت مقام ضرور حاصل دے.

 

     د دې مطلب به دا نۀ اخلو چې ګني پخوانيو شاعري ټول په ټوله د دې خاصيت آئينه داره ده او نۀ به دا ګڼو چې د پخوانيو په مقابل کښې زمونږ د اوسنو شاعرانو شاعري ټوله ټاله د دې اعزاز نه محرومه او بې برخې ده، بلکې په اوسنۍ يا جديده شاعرۍ کښې دا وصف او خاصيت مونږ سره له يوې بلې لارې خپل ځان متعارف کوي چې په اصطلاح کښې په نظرياتي شاعرۍ بللے کېږي.

 

     کۀ غور وکړو نو د شلمې پېړۍ د سر نه رانيولے تردې دمه د نړۍ په ادبياتو کښې د سياسي آمېزش له کبله نوې شاعري نۀ يواځې په څۀ نا څۀ حواله سياسي ګرځېدلې ده بلکې په منظم او مکمله توګه ځينو سياسي مسلکونو سره د تړون له کبله ځيني شاعران مکمل سياسي يا مسلکي يا نظرياتي شاعران پاتې شوي دي. د دا قسمه شاعرانو غزلونه نۀ يواځې په انفرادي شکل کښې د هغوي د مخصوص نظرياتي تار په مهينو پېردلو کښې راګنډلي وي بلکې دا نظرياتي روح د هغوي په مجموعي شاعرۍ هم داسې راخور وي چې په کل او جز دواړو کښې ئې هم دغه رنګ او دغه اهنګ غزونې کوي. دې سلسله کښې مونږ وړومبے د ځينو استثناؤ باوجود د قلندر مومند نوم اخستلے شو.

 

     د قلندر مومند صېب د نوم سره د ځينو استثناؤ حواله په دې خاطر راوړلې شوه چې د هغوي په شاعرۍ کښې چرته چې په يو وخت د قامولۍ او ترقي پسندۍ د جذباتو آمېزش په نظر راځي، هلته د هغوي دروند عالمانه تشخص هم د هغوي په شاعرۍ کښې د ځان ځايولو او زبادولو کوشش کړے دے. دغه وجه ده چې د هغوي په انفرادي شعر يا مجموعي شاعرۍ د کوم يو نظرياتي روح برخلاف درې روحي اثرات غالب په نظر راځي او دا درې واړه عناصر د هغوي د شاعرۍ په مجموعي روح او انفرادي اسلوب کښې د رخنې او تنازعې پېدا کولو سوب هم ګرځېدلي دي. البته کله چې د دې درېو عناصرو له جملې څخه کوم يو روح د هغوي په غزل يا نظم راخور وي يا درېواړو عناصرو د جذباتو په زور خپلو کښې ممتزج شکل موندلے وي نو بيا د قلندر صېب شاعرانه روح د لوستونکو روحونه په ځان کښې داسې جذب کوي لکه ويالې چې د سمندر غېږي ته په غورځنګ روانې وي.

 

     چې په خوشحال په رنتمبور کښې وشوې      هغه کانې  په  ما  لاهور کښې وشوې

     د اشنا خيال   د  قفس    ور  مات   کړۀ      بېلتونه ډزې دې په کور کښې وشوې

 

     خو آيا د قلندر صېب د نوم پرته مونږ سره بل داسې نوم، کومه بله داسې حواله شته؟ چې د هغوي په باره کښې مونږ د قلندر صېب په شان کومه استثناء هم ونۀ لرو نو عرض به وکړم چې اجمل خټک زمونږ د اوسني دور او زمونږ د موضوع په مناسبت يوه داسې روښانه حواله ده چې په علمي لحاظ به کۀ څۀ هم د قلندر صېب سيال نۀ وي خو په شاعرۍ کښې د مجموعي روح او انفرادي اسلوب په حواله چې د قلندر صېب کومې استثناء ته ګوته ونيوے شوه نو د اجمل صاحب شاعري  نۀ يواځې د هغۀ استثناء نه پاکه ده بلکې د هغۀ په انفرادي شعر او مجموعي شاعرۍ د يو منفرد روح داسې اثر راغوړېدلے دے چې د هغۀ د شاعرۍ مختلف مظاهر ئې يو متحد مزاج ته راغونډ کړي او دا په دې وجه چې د قامولۍ د جذباتو او د هغۀ د ذهن په مينځ کښې کوم نۀ شلېدونکے اتحاد قائم دے نو دا اتحاد په خپل ځان کښې محض هغه مواد ځايولے او جذب کولے شي کوم مواد چې د دې اتحاد د مزيد تقويت سوب ګرځي. نۀ دا چې انتشاري کېفيت پېدا کړي. هم دغه اتحاد دے چې د اجمل صېب د شاعرۍ په مختلفو اجزاؤ کښې د يو بنيادي روح په توګه راڅرګند شوے دے او هم دغه وجه ده چې کله مونږ د اجمل نظم يا غزل اورو نو مونږ ئې له ورايه پېژنو ځکه چې د هغۀ نظم، د هغۀ غزل ټکے ټکے د دې روح معروضي آئينه جوړېږي او دا روح چې مونږ ورته د اجمل خټک نظرياتي روح وئيلے شو د پښتنو د بې سواده ژوند نه راپورته کېږي او د هغوي د روښانه مستقبل په ياس او ارمان خپلې انتها ته رسي. يواځې دا نۀ د دغه ياس او دغه ارمان په باريک پُل صراط روان اجمل چې کله د خپل حزن او ملال مثيل سازوي نو د پښتنې سيمې د محروميو نه ډک (سکڼي سکڼي ماښامونه) زمونږ سترګو ته رانزدې کوي او کله چې د خپل شعر په کينوس کښې د عزم او ولولې تصوير کښېنوي نو د پښتنې لوپټې د پړق سره زمونږ غوږونو ته د ملالې د تورې شرنګ هم رارسوي او دغه رنګ د خپل شعريت يوه داسې منفرده فضا سازوي چې هغې ته کۀ څوک د اجمل د شاعرۍ روح ووائي کۀ موډ ئې وګڼي ، يوه خبره ده.

 

     د نتيجې په طور به ځان دې خبرې ته هم رانزدې کړو چې د روحي غزل په ضمن کښې د جرس ادبي جرګې د ملګرو حسي رسائي نۀ يواځې دا چې بې جوازه نۀ ده ځکه چې د غزل د موضوعي او تاريخي تناظر نه د هغې بشپړه تائيد او تصديق کېدے شي خو په دې شرط کۀ څوک ورته ځان په مفصله توګه ليکلو ته وزګار کړي بلکې د تنقيدي ذوق د خاوندانو له پاره د څېړنې يو دلچسپ اړخ هم دے.

 

     خو څو پورې چې د دې خبرې تعلق دے چې آيا مونږ د هر شعر هر غزل نه د دا قسمه طلب او تقاضې مجاز يو؟ نو عرض دا دے چې هر شعر، هر غزل او هر شاعر د دې اطلاق لاندې نۀ راځي ځکه چې دا هر څۀ (چې بيان شول) اصول نۀ دے بلکې د معيار يو رنګ دے. هر ليکونکے او لوستونکے د خپل انفرادي ذوق لاندې (کۀ وغواړي) په ازادو فضاګانو کښې پرواز کولے شي. ګني د يو باغ، يو پارک محدودې فضا ته دې ورننوځي، زمونږ د ليکلے شوي غزل تاريخ مونږ ته هم دا سبق راکوي.

♣♣♣

پښتو