لالچ
ډاکټر سردار بهادر
جمال
زرشاد چې پنځۀ کاله
پس د سعودي عرب نه خپل ملک
ته راغلو نو يو ټېکسي ئې
واخستو. د دۀ او د دۀ د ښځې
ښارو دا غټ ارمان وۀ چې
ځان ته يو ښۀ ښکلے کور جوړ
کړي ځکه د زرشاد به دا کوشش
وۀ چې د ډېرې نه ډېره مزدوري
وکړي چې زياتې پېسې وګټي
او د ښارو به دا کوشش وۀ
چې په کور کښې د کمې نه کمه
خرچه وکړي چې پېسې بچت
کړي.
لکه د نورو ورځو نن
سحر چې زرشاد خپل ګاډے
به سټېنډ ودرولو نو ډېر
مړاوے مړاوے وۀ. ملګرو
ترې تپوس وکړو چې زرشاده!
نن دې طبېعت ولې خړ دے؟
خېر خو دے کنه؟ زرشاد د
ناخوالۍ په خندا کښې ووې
نامړه! بس هسې! بيا ئې سوړ
اسوېلے وکړو او وې وئيل
(ښځه مې د ماشوم بيماره
ده) په دې خبره ملګرو زرشاد
ته ووې نو بيا سټېنډ ته
ولې راتلې، نېک بخته کور
به وې کنه.
زرشاد ووې الله
به خېر کړي، زرينو ماسي
راته ووې چې لا وخت پکښې
ډېر دے، مازيګر ته به خبره
رسي ما وې راشه کۀ يو ښۀ
ټرپ ملاؤ شو.
په لږ ساعت کښې
سټېنډ خالي شو، ټول ټېکسيان
په بکنګ لاړل. زرشاد حېران
وۀ چې نن قسمت عجيبه ټوقه
وکړه. نور کله خو زما ګاډے
د سټېنډ نه اول وځي او چې
نن څومره ماته د پېسو حاجت
دے دومره وروستو پاتې
شوم.
زرشاد دا سوچونه
کول چې په دې کښې دوه کسان
د دۀ خوا ته راغلل، سلام
ئې واچولو. زرشاد سلام
واخستو. بيا هلکان د دۀ
خوا ته رانزدې شول او زرشاد
نه ئې پوښتنه وکړه: استاذ
عجب خان ټېکسي ډرائيور
تۀ ئې؟ زرشاد خُلۀ جوړوله
چې نا! هغه خو په بکنګ تللے
دے خو دۀ ورته ووې چې ولې
خېر خو دے کنه؟ ګاډے پکار
دے؟ هلکانو ورته ووې هو!
ګاډے مو پکار دے. سورلۍ
يُو. زرشاد ترې بيا په تلوار
تپوس وکړو چرته به ځئ؟
هلکانو ورته ځائے وښودلو.
زرشاد په زړۀ کښې ووې چې
د کلي بانډې ټرپ دے، ښې
پېسې دي پکښې، ولې ورته
نۀ وايم چې زۀ عجب خان يم.
نن خو ما ته د ډېرو پېسو
ضرورت دے ځکه چې ډاکټرانې
خو هم د ماشوم کېس د دوه
درې زرو روپو نه کم نۀ کوي.
زرشاد دوي ته ووې چې هو
زۀ عجب خان يم، لاړ به شم
درسره خو ځائے ډېر لرے
دے. روغه ورځ رانه ځي، دوه
زره روپۍ به راکوئ. هلکانو
ورته ووې چې صحيح ده، تۀ
خو زياتے نۀ کوې مونږ ته
ښکاري چې مزل ډېر دے ځکه
خو ستا په نوم راغلي يُو،
ستا راته چا ډېر صفت کړے
دے ګني ټېکسيان خو نور
هم ډېر دي.
زرشاد ګاډي
ته کښېناستو. دواړه هلکان
وروستو سيټ کښې کښېناستل
او روان شول. څۀ وخت چې دوي
د ښار نه ووتل او په جي ټي
روډ ئې ګېنټه نيمه مزل
وکړو نو هلکانو زرشاد
ته ووې (عجب خان استاذ کۀ
خوښه دې وي نو په لنډه لار
به لاړ شو، ستا به تېل بچ
شي او زمونږ به وخت بچت
شي. د هلکانو په دې خبره
دۀ ووې ډېره ښه ده او ګاډے
ئې د لوئے روډ نه کچه لارې
ته راواړولو او په لږ ساعت
کښې په خوشې مېره ورګډ
شول. دغه وخت هلکانو استاذ
ته د ګاډي د ودرولو ووې.
استاذ ګاډے ودرولو. هلکان
د ګاډي مخې ته شول، زرشاد
ئې د ګرېوان نه ونيولو
او د ګاډي نه ئې بهر راښکلو
او په تماچو ئې پرې بې واره
بې واره ډزې وکړې. زرشاد
په زمکه پرېوتو او هلکان
په مخه لاړل . ګېنټه نيمه
پس د خواوشا نه خلق د زرشاد
خوا ته راجمع شول، په دې
کښې د تاڼې پوليس هم راورسېدو
او مړے ئې تاڼې ته يوړو.
پوليس د زرشاد خپل خپلوان
تاڼې ته راوغوښتل خو هغوي
دا بيان ورکړو چې زمونږه
چا سره هم دشمني تربګني
نشته او د زرشاد لاش ئې
خپل کلي ته يوړو.
پوليس والا
حېران وو چې ډرائېور په
څۀ وژلے شوے دے. دشمني ئې
هم چا سره نۀ وه، غلو، ډاکوانو
هم نۀ دے وژلے ځکه چې ګاډے،
کاغذونه او جېبونه ئې
اماني وو.
بله ورځ چې پوليس
د تفتيش په غرض هغه ځائے
ته راغلل چرته چې واقعه
شوې وه نو پوليس خواوشا
ونډ کښې د زميندارو نه
تپوسونه وکړل خو هر يو
به وئيل چې خان ما څوک نۀ
دي ليدلي. خو څۀ وخت چې پوليس
افسر د يو ګډبه نه تپوس
وکړو نو هغۀ ورته په خپله
ماته ګوډه ژبه کښې ووې
جي نور نۀ يم خبر خو دغه
وخت ما دوي سره خوا کښې
د دغې خندق شا ته ګډې څرولې
او دومره مې اورېدلي وو
چې يو کس ډېر په زارۍ سره
وئيل چې زۀ عجب خان نۀ يم
ما دروغ وئيلي دي، زما
نوم زرشاد دے او بيا ډزې
شوې.
د ګډبه دې بيان
پوليس ته اسانه کړه. هغوي
نېغ تاڼې ته لاړل او په
عجب خان درج شوے اېف آئي
آر ئې راوباسلو کوم چې
د نن نه شل کاله وړاندې
په عجب خان درج شوے وۀ چا
چې د طاؤس بابا زوے ګلے
وژلے وۀ. تفتيشي افسر د
کېس فائل بندولو نه مخکښې
په هغې دستخط وکړو او ځان
سره ئې ووې: د ډېرو پېسو
ګټلو شوق بې ګناه سړے ووژلو.
♣♣♣