Pasoon... .....Pushto Magazine
HomeNew PasoonEditorialNewsPrevious EditionsYour LettersPasoon DirectPushto LanguagePushto WritersPushto PoetsPushto PoetryBooks ReviewPhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Editorial March 09

ادب د امن دپاره

 

     ادب کۀ يو خوا د ليکوال  (اديب او شاعر)  د زړۀ اواز وي نو بل خوا دا د ټولنې د خلقو د زړونو اواز وي. د ليکونکو ذمه واري ده چې په خپلو ليکونو او تخليقاتو کښې د خلقو د غوښتنو، د هغوي د احساساتو، جذباتو، ارمانونو او خوبونو انځور ګيري وکړي. ښۀ او اعلٰي ادب تل د اعلٰي انساني قدرونو محافظ وي. په کومه ټولنه کښې چې د انساني قدرونو خيال نۀ شي ساتلے، هغه ټولنه د انتشار او اړي ګړي سره مخ کېږي. د هغې ټولنې توازن بې تولې کېږي او چې څومره خرابۍ وي هغه ټولې په دغه ټولنه کښې پېدا کېږي. د ټولنې توازن هله برقرار پاتې کېدے شي چې هر فرد د بل فرد، هر قوم د بل قوم، هره طبقه د بلې طبقې، هر مذهب لرونکي د بل مذهب لرونکو، هر مسلک لرونکي د بل مسلک لرونکو حقونه ومني کۀ داسې نۀ وي نو نۀ په يوه مخصوصه ټولنه کښې او نۀ په ټوله دنيا کښې امن قائمېدے شي. د امن قائمېدو دپاره د عدل او انصاف نظام وړومبنے شرط دے. د عدل داسې نظام چې هر چاته نۀ دا چې ارزان بلکې وېړيا او فوري انصاف حاصلول يقيني شي. د داسې نظام غوښتنه د هر انسان غوښتنه ده، د هر قسم ظلم او استحصال نه د پاکې ټولنې د قائمولو دپاره انساني تاريخ د جدوجهد نه ډک دے. په دې جدوجهد کښې اديبانو او شاعرانو تل ښکاره برخه اخستې ده او تل ئې د امن بېرغ هسک نيولے دے. دا جدوجهد به تر هغه جاري وي تر څو چې د انسان د امن ، سوکالۍ، خوشحالۍ او ابادۍ خوبونه رښتيا شوي نۀ وي.

 

د کتابونو د عالمي ورځ : درويشتم اپرېل د کتابونو نړيواله ورځ ده. دا ورځ د دې دپاره ټاکلې شوې ده چې خلقو ته د کتابونو اهميت ور ياد کړے شي. دا ورځ مونږ ته يادوي چې د کتابونو سره خپله دوستي پرې نۀ ږدو. د دنيا اعلٰي دماغونو چې څۀ وئيلي دي، څۀ ئې سوچ کړے دے هغه په کتابونو کښې خوندي دي او په موجوده وخت کښې چې عالمان څۀ سوچ کوي، څۀ تحقيق کوي، کوم ايجادات کوي دا ټول په کتابونو کښې محفوظ کېږي. کتابونه زمونږ د سکول، کالج، پوهنتون او د عملې ژوند ملګري دي. کومو خلقو چې د کتابونو سره دوستي پرېښې ده، هغه قومونه د جهالت او پسماندګۍ ګړنګونو ته غورځېدلي دي. کتابونه د علمونو خزانې دي. چا چې کتاب له لته ورکړه نو علم به هغوي له لته ورکړي.

     په دې ورځ پکار دي چې د ليک لوست سره تړلي خلق او سرکاري او نيم سرکاري او غېر سرکاري تنظيمونه عام اولس د کتابونو د اهميت نه خبر کړي. د اخبارونو، رسالو او د اليکټرانک مېډيا په ذريعه خلقو ته د کتاب اهميت په ګوته کړے شي. په ډېرو ملکونو کښې په دې ورځ د کتابونو مېلې لګي چرته چې خلق په کم قيمت د خپلې خوښې کتابونه اخستے شي. د صوبې حکومت او د پښتو سرکاري او نيم سرکاري ادارو له پکار دي چې د دنيا ښۀ او اعلٰي کتابونه پښتو کښې ترجمه کړي او په ارزان قيمت ئې د خلقو د اخستو جوګه کړي ځکه چې د کتابونو قيمتونه داسې ځائے ته رسېدلي دي چې د هغو اخستل د خلقو د وس نه بهر شوي دي. داسې ډېر ليکونکي شته چې د کتابونو مسودې ورسره پرتې دي خو د چاپ کولو وس ئې نۀ رسي. پکار دي چې حکومت او د پښتو سرکاري او نيم سرکاري ادارې د داسې ليکونکو د کتابونو د چاپ کولو بندوبست وکړي ځکه چې دا کتابونه د خلقو دپاره ليکلي شوي دي او خلقو ته به دا هله رسېږي چې چاپ شي.

♣♣♣

 

غمرازي

 

     د پاڅون اداره د منفرد اديب او نقاد جعفر خان اچکزي،د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډپټي چئيرمېن مثل خان لالا، د عالمزېب خان اېم پي اے او د ډاکټر محمد سليم خان سابقه اېم پي اے په مړينه د غم او دړد اظهار کوي او د تللو دپاره د بخښانې او پسماندګانو دپاره د صبر جميل دعا غواړي.

                        (اداره)

♠♠♠

 

مړۀ هغه چې نۀ ئې نوم نۀ ئې نشان وي        تل تر تله  په  ښـۀ  نام  پائي  ښاغلي

 

                                      (خوشحال بابا)

Pasoon