غمرازي
د پاڅون اداره د ښاغليو
پرېشان خټک، ګل بادشاه
استاذ، حسېن ثاقب او د
هندکو ژبې د شاعر، اديب
او ډرامه نګار مختار علي
نير په مړينه د غمرازۍ
څرګندونه کوي. د دوي تلين
د پښتو او هندکو ژبې
او ادب دپاره ډېر لوئے
تاوان ګڼي او د تلليو دپاره
د بخښانې او د پسماندګانو
دپاره د صبر جميل دعا غواړي. (اداره)
غمرازي د پاڅون اداره
د پښتو ژبې د مشهورو شاعرانو
امير باچا منير، فضل غني
غني، سېد رسول ناڅاپه
او د مشهور سياسي شخصيت
اسلم خان خټک د کاټلنګ
د کپور خان نسيم او د پښتو
فلمونو د مشهور او معروف
اداکار بدرمنير په وفات
د غم او خفګان څرګندونه
کوي او د مرحومينو دپاره
د بخښانې دعا کوي. الله
پاک دې ئې جنت الفردوس
نصيب کړي. آمين.
آه امير
باچا مُنير
امير باچا مُنير
د هغې لارې مسافر وۀ چې
هر بنيادم به په دغه ځي.
خو د چا تلۀ د هغۀ د کور دپاره
غم شي او د چا تلۀ د خپلو
زرګونو پېژندګلو دپاره
د غمونو يو داسې استاځے
شي چې تر مودو مودو د خپلو
خوږو مئينانو په زړونو
کښې د غم ساندې وائي. په
امير باچا منير د ادبي
محفلونو رنګ او خوند شاړ،
پيکه او بې خونده شو. هغه
د هر ادبي محفل يو ژوندے
خنده رويه د طنز و مزاح
نه ډک بنيادم وۀ. د ١٩٧٠
خواوشا کښې په طورو کښې
يوې درنې مشاعرې کېدو
نه پس ګران محترم اجمل
خټک صاحب يوه غونډه د اولسي
ادبي ټولنې په نامه جوړه
کړه او امير باچا منير
ئې د دغې ټولنې صدر وټاکۀ
چې ټولو غړو پرې دعا د خېر
وکړه. د دې ټولنې درز تر
لرې لرې خور شو او ورسره
د امير باچا مُنير نوم
په ادبي اسمان لکه د پړقېدونکي
ستوري وځلېد. داسې غونډه،
مشاعره، غم ښادي نۀ وه
چې منير صاحب به پکښې نۀ
وۀ. د هغۀ ګډون د هر محفل
ښکلا، ښائست او رنګيني
وه.
په ٢٧ ستمبر
٢٠٠٨ د خالي په ورځ يولس
بجې ئې جنازه وشوه او بيا
خاورو ته وسپارلے شو.
الله پاک دې د هغۀ روح
ته سکون او بخښانه نصيب
کړي او خپل رحمتونو دې
پرې نازل کړي او د هغۀ ځوي
کوثر منير او نورو پس ماندګانو
ته دې په دې لوئے غم د صبر
کولو توفيق ورکړي.
آمين ثم آمين
(اداره)
پښتانۀ د تهذيب په چپو
کښې
د ډاکټر
باقي دراني دا تحقيقي
او معلوماتي کتاب د صحاف
نشرياتي موسسې کوئټې
له اړخه چاپ شوے
او خور شوے دے. قيمت ئې
درې سوه روپۍ دے. د ذکر شوې
موسسې نه ئې تر لاسه کولے
شئ.
(اداره)
پاڅون درې کلنے شو
\
د پاڅون اداره
د پاڅون په لوستونکو زېرے
کوي چې پاڅون درې کلنے
شو. مونږ د هغه ټولو ليکونکو ډېره مننه
کوو چې پاڅون ئې په خپلو
قيمتي ليکونو نمانځلے
دے. امېد دے چې قدرمن ليکونکي
به مونږ سره خپله مرسته
جاري ساتي. مونږ د ټولو
لوستونکو هم مننه کوو
چې پاڅون لولي او مونږ
ته خپلې ګټورې مشورې رالېږي
او مونږ ته زمونږ غلطۍ
او خامۍ په ګوته کوي. پاڅون
د ټولو پښتنو رساله ده
او د هر چا ليکونو او مرستې
ته هرکلے وائي.
غمرازي
د پاڅون
اداره د اردو د
لوئي شاعر او اديب خاطر
غزنوي په مرګ د غم او افسوس
اظهار کوي او د هغوي د بخښانې
دعا کوي.
(اداره)
د مشهور افسانه
نګار طاهر اپريدي د افسانو نوې مجموعه
(د څو لحظو لويه قصه)
د جرس ادبي جرګې
کراچۍ له خوا چاپ او خوره
شوه. بيعه ئې يو سل لس روپۍ
ده او د هر مشهور کتاب فروش
نه تر لاسه کېدے شي.
(اداره)
مبارکي
د پښتونخوا ادبي
او ثقافتي ملګرو له اړخه
د پاڅون د ادارې غړو محترم
اصغر لالا او اندېش شمس
القمر ته بالترتيب د بهترين
اديب او بهترين شاعر په
ايوارډ ورکولو د خوشحالۍ
څرګندونه کوي او مبارکي
ورکوي.
پختونون
کے لوک رقص
د ځلمي ليکوال
امين تنها (پي اېچ ډي سکالر)
د اردو کتاب ( پختونون کے
لوک رقص) د لوک ورثه اسلام
اباد په مرسته د پښتو اکېډمۍ
پېښور چاپ او خور کړو. بيعه
ئې سل روپۍ ده. د لوک ورثه
اسلام آباد او پښتو اکېډمۍ
پېښور نه تر لاسه کېدے
شي.
(اداره)
په تيرو
ورځو کښې د مردان په کېنټ
بېکرۍ کښې شوې خونړۍ چاودنه
کښې د پښتو ژبې شاعر شاهد
انور شاهد شهيد شوے وۀ
د هغۀ په مرګ د پاڅون اداره
غمرازي کوي او د هغۀ د وارثانو
دپاره د صبر دعا کوي.
(اداره)
روښانه
سباوون
د ځلمي
شاعر عبدالحميد زاهد
وړومبۍ شعري مجموعه (روښانه
سباوون) د پښتو ادبي ټولنې
(تخت بۍ) مردان خوره کړې
ده. د پښتو اکېډمۍ پېښور
د بک سټال او د سنګر اېګرو
سروسز مغل مارکيټ تراړي
چوک اسلام اباد نه ئې په
يو سل دېرش روپۍ تر لاسه
کولے شئ.
يخ
يون
دا د مشهور
ليکونکي شهباز محمد د
ملاکنډ ډويژن د يخو علاقو
سفرنامه ده چې د تاڼې ادبي
ټولنې ملاکنډ له خوا چاپ
او خوره شوې ده. قيمت ئې
سل روپۍ دے او د هر مشهور
کتب فروش نه تر لاسه کېدے
شي. (اداره)
هر
بلبل به دې ثنا کړه کۀ تۀ
ګل شې
د محترم
همېش خليل د پلاټينم جوبلي
په دستوره کښې اورولې
شوې مقالې د شېر احمد خليل،
همېش ملګري پښتونخوا
له اړخه په کتابي شکل کښې
چاپ شوې. د پښتو اکېډمۍ
پېښور او يونيورسټي بک
اېجنسۍ پېښور نه تر لاسه
کېدے شي. (اداره)
غمرازي
د پاڅون
د ادارې غړي د مشهور شاعر
ميا عبدالرحمان لُوګي
او د مشهور شاعر او اديب
پروفېسر محمد اسرائيل
اشنا په وفات د غم او دړد
څرګندونه کوي او د مرحوم
دپاره د بخښانې او د هغۀ
د پس ماندګانو دپاره د
صبر دعا غواړي. آمين.
♣♣♣
اوتر
احساس
د مشهور
شاعر روح الله دراني وړومبۍ
شعري مجموعه د مرکزي پښتو
ادبي جرګې نوښار پښتونخوا
له اړخه چاپ او خوره شوه.
بيعه ئې يو سل پنځوس روپۍ
ده.
(اداره)
غانټول
د مشهور ليکونکي
شېرين زاده خدوخېل ناول
( غانټول ) د خدوخېل پښتو
ادبي جرګې غورغوشتو (بُنېر)
له اړخه چاپ شو. د يونيورسټۍ
بک اېجنسۍ خېبر بازار
پېښور نه ئې اخستلے شئ.
(اداره)
شلېدلي زنځيرونه
د پښتونخوا
د بټ خېلې امان درې د پروفېسر
جهانزېب د افسانو وړومبۍ
مجموعه چاپ شوه. قيمت ئې
اويا روپۍ دے. د هر مشهور
کتب فروش نه ئې اخستلې
شئ.
(اداره)
غمرازي
د پاڅون اداره
د مشهور شاعر، اديب او
ژبپوه منتظر بېټني او
د مردان د ځلمي شاعر ساحل
يوسفزي د پلار په وفات
د غم او دړد اظهار کوي او
د مرحومينو دپاره د بخښانې
او د لواحقينو دپاره د
صبر دعا کوي. آمين.
خان عبدالولي
خان کا سفر آخرت
د هارون الرشيد
اردو کښې ليکلے کتاب ((خان
عبدالولي خان کا سفر آخرت))
د اباسين پښتو ادبي جرګې
خېرآباد نوښار له اړخه
چاپ شو. د هر مشهور کتاب
فروش نه ئې تر لاسه کولے
شئ.
Boughs
and Bouquets
دا
د پښتو او بلوچي ادب په
حقله د ډاکتر ميا سهېل
انشاء د مقالو مجموعه
چاپ شوې ده. کتاب په انګرېزۍ
کښې دے. قيمت ئې دوه نيم
سوه روپۍ دے. د يونيورسټي
بک پبلشر قصه خانۍ بازار
نه تر لاسه کېدے شي.
تکلدسته
د مشتاق
مجروح يوسفزي د تکلونو
مجموعه د تکلدسته په نوم
چاپ شوه. د يونيورسټي بک
اېجنسۍ نه ئې تر لاسه کولے
شئ. قيمت ئې 90/- روپۍ دے.
(اداره)

A walk was organised in Mardan on the 21 February 2008 in support of Pushto language.